هند د ۲۰ اورونو په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله

د هند بله مهمه سیالي له پاکستان سره ده.

په هند کې د کرکټ د ۲۰ اوریز جام د دویم پړاو لومړۍ سیالي د سه شنبې په ورځ د ناګپور په میدان کې د کوربه هند او نیوزلینډ ترمنځ وشوه،چې هند په کې لویه ماتې وخوړه.

د لوبې پیل د نیوزي لینډ د توپ وهنې سره وشو او نیوزلېنډ هند ته د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ، د نیوزلېنډ په لوبډلې کې یو لوبغاړي کوري اینډرسن ۳۴ منډې وکړي.

د هند یوه توپ وهونکی هم د نیوزي لینډ د توپ اچونکو مقابله ونشوه کړی​.

د هند یوه توپ وهونکی هم د نیوزي لینډ د توپ اچونکو مقابله ونشوه کړی

ظاهرآ دا هدف ډیر اسان برېښده، خو د نیوزلینډ سلو توپ اچونکو د هند پیاوړې لوبډله په ۷۹ وسوځوله او لوبه یې وګټله.

لوبه د ناګپور د کرکټ په میدان کې وه چې، افغانستان په کې زمبابوې ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړی و او لوبه یې ګټلې وه.

د شل اوریز کرکټ نړیوال جام مهمه سیالي د مارچ به نولسمه کلکته کې هند او پاکستان ترمنځ ده.

په همدې میدان افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړې وه

دې بري سره نیوزي لینډ د شل اوریز جام د سیالیو د دویم ګروپ د سر ټیم شو ،د دې ګروپ بله سیالي به د چارشنبې په ورځ کلکته کې د پاکستان او بنګله دیش تر منځ وي او د اول ګروپ اوله سیالي به انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ ممبي کې او دویمه به کلکته کې د افغانستان او سري لنکا د کرکټ ټیمونو ترمنځ وي.

د شل اوریز کرکټ نړیوال جام مهمه سیالي د مارچ به نولسمه کلکته کې هند او پاکستان ترمنځ ده.

افغانستان به د مارچ په شلمه ممبي کې جنوبي افریقه ،درویشتمه نیټه د انګلستان د ټيم سره نوي دهلي کې او اخري د ګروپ سیالي همدې ناګپور کې ویسټ اندیز سره کوي .

د هر ګروپ د سر دوه بریالي ټیمونه به سیمي فاینل ته ووځي