د بلوچستان په ځینو سیمو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله ګرځبندیز نافذ شوی

د بلوچستان ایالتي حکومت د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د نوشکي ولسوالۍ په ټولې سیمې کې د روانې جولای میاشتې د ۲۸ مې څخه تر ۳۱ مې نیټې پورې د شپتې تر ۸ بجو وروسته ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ګرځبندیز پر مهال به د خلکو پر تګ راتګ بشپړ بندیز وي او هېڅوک د اړوندو چارواکو له اجازې پرته له خپلو کورونو د باندې نشي وتلی.

د خبرپاڼې له مخې، په نوشکي کې به عامه غونډې او لاریونونه هم منع وي او غیر ضروري سفرونو ته به اجازه نه ورکول کېږي. یوازې حکومتي کارکوونکي، روغتیايي پرسونل، د ژغورنې ډلې او د عامه خدمتونو کارکوونکي به د ولسوالۍ د چارواکو په اجازې له دغو محدودیتونو مستثنا وي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د ګرځبندیز له مقرراتو څخه سرغړونکو پر ضد به د نافذه قوانینو له مخې قانوني اقدامات کیږي.

له دې وړاندې هم د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د خد کوچه په فرعي سیمه کې د جولای له ۲۲مې راهیسې، د کراچۍ پر لور روان په یوه مسافر وړونکي بس موټر باندې تر برید وروسته، ګرځبندیز نافذ شوی و چې لا هم دوام لري. په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

بل پلو، د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د جولای ۲۹مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ډیورنډ کرښې ته نږدې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳۲ وسله‌وال وژلي دي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د خبرپاڼې له مخې، ۲۴ وسله‌وال په خیبر پښتونخوا او اته نور په بلوچستان کې وژل شوي دي.

پوځ د خپلو ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) اړوند بېلتون‌پالو وسله‌والو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو د طالبانو حکومت دغه تورونه تل رد کړي دي. د راپورونو له مخې، تېر کال په پاکستان کې څه باندې پنځه زره وسله‌وال بریدونه ثبت شوي وو چې ۲۷ یې ځانمرګي بریدونه وو