د روسیې او اوکراین د بېړنیو خبرتیاوو پر اپلېکېشنونو سایبري بریدونه شوي

د هکرانو یو ډلې په روسیې او اوکراین باندې د برید مسولیت منلی دی

د روسیې او اوکراین چارواکي وايي، هکرانو د دواړو هېوادونو د بېړنیو حالاتو د خبرتیاوو پر اپلېکېشنونو سایبري بریدونه کړي چې د خلکو ترمنځ د اندېښنې لامل شوی.

په اوکراین کې د کیف اوسېدونکو د وړانګو، کیمیاوي ګواښونو او نورو بېړنیو پېښو په اړه جعلي خبرتیاوې ترلاسه کړې.

د دې پېښې له امله چارواکو د خبرتیا اپلېکېشن په موقتي ډول غیرفعال کړ، خو د شپې له خوا یې فعالیت بېرته پیل شو.

اوکرایني چارواکو ویلي، دغه سایبري برید د پوځي عملیاتو پر بهیر اغېز نه دی کړی، ځکه یاد اپلېکېشن له پوځي مخابراتي سیسټمونو څخه جلا فعالیت کوي.

دهکرانو یوې ډلې، چې ځان «هېټکور» بولي، د دغه برید مسوولیت منلی، خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

په ورته وخت کې، روسیې هم خپل د بېړنیو حالاتو وزارت د اپلېکېشن له لارې د جعلي خبرتیاوو د لېږلو راپور ورکړی دی.

بل لور ته، د اوکراین په خرسون سیمه کې هغه موقتي اوربند پای ته رسېدلی چې د امریکا د لومړۍ مېرمنې، میلانیا ټرمپ، په منځګړیتوب شوی و. دغه اوربند د اکتوبر په ۲۷مه پیل شوی و او هدف یې د اولیشکي ښار څخه د ملکي وګړو ایستل وو.

د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، روسیې پر اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه بېرته پیل کړي چې په خارکیف او اودیسا ښارونو کې یې د څو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

روسي چارواکو ادعا کړې چې تېره شپه یې د اوکراین ۲۱۲ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې.

په ورته وخت کې، راپورونه وايي چې اوکراین د روسیې په سامارا سیمه کې د تېلو د لېږد یوه مهم مرکز په نښه کړی دی.

د روسیې او اوکراین جګړه اوس د جګړې له ډګرونو ورهاخوا، د سایبري بریدونو له لارې د ملکي خلکو پر بېړنیو مخابراتي او خبرتیايي سیسټمونو هم اغېز کوي.