د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي چې د پنجشنبې شپې سختو بارانونو او سېلابونو د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې درانه زیانونه اړولي دي.
د یادې ادارې په وینا، په دغو طبیعي پېښو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي. همداراز، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.
بلخوا، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي چې ښځې او ماشومان په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، طبیعي پېښې پر ټولو وګړو یو ډول اغېز نه لري او د نارینه وو په پرتله د ښځو د مړینې کچه لوړه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د بیړنیو مرستو ډېر ضرورتمنده کسانو له ۷۰ تر ۸۰ سلنې ښځې دي، او شاوخوا ۷۵ سلنه هغه کسان چې د طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو بېځایه کېږي، ښځې او ماشومان جوړوي.
په همدې حال کې، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د جمعې په ورځ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او توپانونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله د سالنګونو لویه لار تړل شوې ده. هغه له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغې لارې له سفر څخه ډډه وکړي.