په افغانستان کې د راپورونو په اساس د وروستیو سختو واورو او بارانونو له کبله لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ژوبل دي.
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ددوشنبي په ورځ (جنوري ۲۶) په خپل ایکس حساب کې د دغو پېښو په اړه تازه معلومات خپاره کړي.
هغه لیکلي چې په تېرو درېیو ورځو کې د سختو موسمي حالاتو له امله ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. نوموړي همدارنګه د څارویو د تلفاتو خبر هم ورکړی دی.
دا اداره زیاتوي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او د وروستیو معلوماتو او ارزونې دپآره ځانګړې ډلې لا هم په اغېزمنو سیمو کې خپلې سروې ته دوام ورکوي، څو دقیقې شمیري تر لاسه شي. دوي وایي ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سالنګ تونل، چې د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ د ترانسپورت او سوداګرۍ مهمه لاره ده، د درنې واورې له امله له تېرو درېیو ورځو راهیسې د موټرو پر مخ تړلی دی.
د فواید عامې وزارت له موټرچلوونکو او مسافرو غوښتي چې تر بل اعلان پورې د سالنګ له لارې له سفر کولو ډډه وکړي. د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې د واورې پاکولو چارې روانې دي، خو د واورې د زیات ضخامت، توپان او واورې ښوېدنې له امله لا هم لویه لار تړلې پاتې ده.
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې مشر، محمد نسیم مرادي، وایي چې د راتلونکو دوو ورځو وړاندوینې ښيي چې په یو شمېر سیمو کې به واوره او بارانونه دوام ولري، چې دا به په غرنیو سیمو، په ځانګړي ډول د سالنګ په سیمه کې، د سړکونو د بندېدو لامل شي.
د پلازمینې کابل ترڅنګ په ګڼ شمیر نور ولایتونو لکه پروان، پنجشیر، بامیان، دایکندی، کندهار، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، جوزجان، سمنگان، سرپل، کنر او نورستان کې درنې واورې او بارانونه شوي دي.
افغانستان د سختو موسمي پېښو پر وړاندې زیانمن هېواد بلل کېږي. هر کال درنې واورې او بارانونه د ناڅاپي سېلابونو سبب کېږي چې حتی سلګونه کسان پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د پسرلي په موسم کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه شوي وو.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وایي چې افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه دی، چې میلیونونه خلک د سختو موسمي حالاتو، وچکالۍ، د خوړو د کمښت، د کډوالو بېرته ستنېدو او کمزوري زیربناوو له امله بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه دفتر د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي : "په افغانستان کې سخت او شدید ژمی تر ټولو زیات زیانمنونکي کسان ځپي . په کنړ ولایت کې د درنې واورې د وریدو له امله د زلزله ځپلو خیمې ویجاړې شوي، لارې یې پر مخ تړلي او روغتیایی تاسیساتو ته یې د هغوي لاسرسی پرې کړې دی او په ځانګړې توګه یې ماشومان او په عمر پاخه خلک د خطر سره مخ کړي دي. عاجلو مرستو ته اړتیا ده."