د ناټو سرمشریزه؛ دفاعي بودیجه، اوکراین او ایران د اجنډا مهم ټکي دي

د ناټو مشرانو د چهارشنبې په ورځ (جولای ۸) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې په غونډه کې د دفاعي وړتیاوو په برخه کې د پانګونې برسېره د روسیې پر وړاندې د اوکراین د مبارزې د دوامدار ملاتړ ژمنه وکړه، او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

د ناټو سرمنشي مارک روټه د چهارشنبې په ورځ مخکې ویلي وو چې د امریکا تازه بریدونه پر ایران «بشپړ اړین» وو، او زیاته یې کړه چې ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو د بریدونو له لارې اوربند مات کړی دی.
د ناټو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې پر ایران غږ شوی چې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ د حق «بشپړ درناوی» وکړي.

د دې سرمشریزې اصلي تمرکز دفاعي لګښتونه وو.

د ناټو مشرانو د تېر کال په سرمشریزه کې موافقه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپل ټول دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید ۵ سلنې ته لوړ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاعي لګښتونو د زیاتولو مهم ملاتړی دی. هغه استدلال کوي چې د ناټو د مالي او پوځي وړتیاوو ډیر مسئولیت د متحدو ایالتونو په اوږو اچول شوی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل: «له موږ سره ناعادلانه چلند شوی دی. موږ د نورو په پرتله ډېر لګښت کوو.»

د ناټو مشرانو د چهارشنبې د ورځې په خپله ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی د «لیرې واټن دقیق بریدونو، ګډې هوايي او توغندیزې دفاع، بې‌پیلوټه سیسټمونو، پرمختللې ټکنالوژۍ او استخباراتي وړتیاو» په څیر برخو کې پانګونه کوي.

مارک روټه د تېر کال په اوږدو کې د ګڼو متحدینو د پوځي لګښتونو زیاتوالی وستایه، او د سه‌شنبې په ورځ یې د نویو وسلو او نورو پوځي سیسټمونو د پېرلو لپاره د میلیاردونو ډالرو د قراردادونو په اعلان کې هم مرسته وکړه.

د هسپانیې په ګډون ځینې هېوادونه د دفاعي لګښتونو د زیاتولو له دغه بهیر سره نه دي یو ځای شوي. ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر هسپانیې نیوکه وکړه او ویې ویل چې غواړي له دغه هېواد سره سوداګريزې اړیکې پرې کړي.

ټرمپ وویل: «هسپانیه په ناټو کې یو ډېر بد شریک دی. هغوی ګډون نه کوي، پیسې نه ورکوي. زه نه غواړم له هسپانیې سره هېڅ ډول اړیکه ولرم. مهرباني وکړئ له هسپانیې سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړئ.»

د هسپانیې د صدراعظم پیدرو سانچېز، دفتر ویلي چې هېواد یې له متحدو ایالتونو سره «غوره اړیکې» لري او د بدلولو نیت یې نلري.

د ناټو د مشرانو په اعلامیه کې د «د اوکراین د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره د نه ماتېدونکي ملاتړ» یادونه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د ناټو متحدینو ژمنه کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې به اوکراین ته د ۸۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، مرستې او روزنه برابروي، او همدارنګه یې ژمنه کړې چې په ۲۰۲۷ کال کې به هم د ملاتړ کچه لږ تر لږه همدومره وساتي.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ یو ځل بیا خپل هغه دریځ تکرار کړ چې د امنیتي موخو لپاره باید متحده ایالتونه پر ګرینلنډ کنټرول ولري.

ګرینلنډ د ډنمارک یوه نیمه خپلواکه سیمه ده، او د چهارشنبې په ورځ د ډنمارک صدراعظمې مېټې فریدریکسن وویل چې هیله لري ټول متحدین به د ګرینلنډ د خلکو حقونو ته درناوی وکړي.

هغې وویل: «ما پرون د امریکا د ولسمشر خبرې واورېدې، او زما په اند د امریکا دریځ له بده مرغه په دې موضوع کې ډېر روښانه دی. زموږ دریځ هماغسې روښانه دی لکه تل چې و؛ ګرینلنډ، البته، د پلور لپاره نه دی.»