ملت ته د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا په اړه د دیموکراتانو غبرګون

د ویرجینیا ایالت والۍ ابیګل سپنبرګر ملت ته د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا په اړه د دیموکرات ګوند غبرګون څرګندوي

د ویرجینیا ایالت والۍ ابیګل سپنبرګر د سه شنبې په شپه ملت ته د متحدو ایالتونو د ولسمشر دونالډ ټرمپ د کلنۍ وینا په اړه د دیموکرات ګوند په غبرګون کې وویل چې «خلک د تغیر ځواک لري، د هغه څه لپاره د درېدو ځواک لري چې سم دي او زموږ له ملت څخه د ډیرو غوښتنو ځواک لري».

سپنبرګر د ټرمپ د بهرني تګلارې په ریکارډ باندې هم انتقاد وکړ او ویې ویل: «په داسې حال کې چې ولسمشر نن شپه د خپلو لاس ته راوړنو په اړه خبرې وکړې، اقتصادي ځواک او د تکنالوژۍ قوت روسیې ته په واک کې ورکوي، چين ته د تعظیم سر ټېټوي، د روسیې دکتاتور ته د تعظیم سر ټېټوي له ایران سره د جګړې پلان جوړوي.»

سپنبرګر د سي آی اې د افسرې په توګه دنده ترسره کړې او تر دې مخکې چې د ویرجینیا ایالت والۍ شي، په کانګرس کې یې درې دورې خدمت کړی دی.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په شپه ناوخت په یوې اعلامیې کې وویل چې د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې ریکارډ د ځواک په واسطه سولې ته د رسېدو له لارې د «زړورو اقداماتو» څخه سرچېنه اخلي.

په دغې بیانیې کې راغلي دي: «ولسمشر ټرمپ جګړې ختمې کړې دي، ګواښونه یې له منځه وړي، د متحدو ایالتونو پوځي سلطه یې بېرته اعاده کړې ده، نړۍ یې د امریکانو لپاره لا خوندي کړې او په نړیوال سټیچ کې يې متحدو ایالتونو ته احترام بېرته راګرځولی دی.»

د شاوخوا ۳۰ دیموکرات غړو یوې ډلې د ولسمشر ټرمپ کلنۍ وینا بایکاټ کړې وه او سپننې ماڼۍ ته نژدې د کانګرس د ودانۍ مخې ته یې راټول شوي وو چې نورو سلګونو راټولو شویو خلکو ته ویناوې وکړي.

سناتور کریس مورفي راټولو شویو خلکو ته وویل چې د ملت اتحاد وضعیت دا دی چې دا اتحاد له بحران سره مخامخ دی.

ځینې نور دیموکراتان بیا په نشنل پریس کلب کې له یو شمېر خبریالانو او مشهورو څېرو سره ودرېدل، چې د ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا په اړه یوه بله غونډه ولري.

یو شمېر نورو دیموکراتانو، چې د ټرمپ د کلنۍ وینا په مراسمو کې حاضر وو، په هغه باندې انتقاد وکړ، ولسمشر ټرمپ د مینوستا په ایالت او نورو سیمو کې د ناقانونه کډوالو د فساد او درغلیو د ځپلو ژمنه وکړه.

په داسې حال کې د وینا په مهال د جمهوریت غوښتونکو ګوند ټول غړي د متحدو ایالتونو د سرحدونو د تامین، د انفلاسیون د کمولو او امریکايي کارګرو باندې د مالیې د معاف کولو له کبله د هغه لاس ته راړنې ستایلې او له خپلو څوکیو پاڅېدل، په مجلس کې ناست دیموکرات غړي ځای په ځای ناست وو.