د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې د وینزویلا ستاینه وکړه چې خپل تیل یې متحده ایالتونه ته ورکړل او د جنوري په میاشت کې د وینزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو له ګوښه کیدو وروسته یې سیاسي بندیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې د ایران رژیم لخوا یې متحدو ایالتونو ته د نږدې ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.
ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ د کانګرس ګډې غونډې ته په خپلې وینا کې، وویل چې د ایران رژیم "د داسې توغندیو په جوړولو کار کوي چې ډیر ژر به متحدو ایالتونو ته ورسیږي."
دا لومړی ځل دی چې ولسمشر یا د هغه ټیم د تهران لخوا د بین البراعظمي بالستیک توغندیو د پراختیا د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی چې دومره واټن ته د رسیدو وړتیا لري.
د ټرمپ ادارې تېر کال اعلان وکړ چې غواړي د ایران رژیم له دې وړتیا څخه بنده کړي چې په خپلو وسلو کې بین البراعظمي بالستیک توغندي اضافه کړي، چې په کې لنډ او منځني واټن ویشتونکي توغندي شامل دي.
ټرمپ دا هم وویل چې د [ایران] رژیم "اوس مهال" د اټومي وسلو د پراختیا لپاره خپل "ناوړه ارمانونه" تعقیبوي، سره له دې چې د تیر جون میاشت د متحدو ایالتونو د پوځ لخوا برید کې د تهران د اټومي وسلو د جوړولو درې تاسیسات له منځه ولاړ.
هغه وويل: "دوی ته خبرداری ورکړل شوی و چې په راتلونکي کې د خپلو وسلو پروګرام، په ځانګړې توګه د اټومي وسلو د بیارغونې هڅې ونه کړي، خو بیا هم دا کار دوام لري او له سره یې پیل کوي. موږ له منځه یوړل، او دوی غواړي بیا هرڅه له سره پیل کړي."
دا د ټرمپ له خوا د ورکړل شوي تر ټولو قوي خبرداریو څخه یو و چې تهران د یورانیمو د غني کولو هغه وړتیاوې بیا رغوي چې د تیر کال په برید کې ویجاړې شوې وې، چې د نیمې شپې د څټک د عملیاتو په نوم پیژندل کیږي.
ټرمپ وویل چې هغه د رژیم سره په خبرو اترو بوخت دی، او د غیر مستقیمو خبرو اترو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ په ژینو کې ترسره شي، چې د دې میاشتې په پیل کې د دوو مخکینیو پړاوونو وروسته ترسره شو.
عمان په دې خبرو اترو کې د منځګړي په توګه رول لوبولی دی.
ټرمپ د ایران رژیم ته په اشارې وویل: "دوی غواړي یوه معامله وکړي، خو موږ دا پټې خبرې نه دي اوریدلي: 'موږ هیڅکله نه غواړو چې دوی اټومي وسله ولري.'"
ولسمشر ټرمپ د خپل د اوږدمهاله دریځ په تکرارولو زیاته کړه: "زما ترجیع دا دی چې دا ستونزه د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړم. خو یوه خبره یقیني ده، زه به هیڅکله اجازه ورنکړم چې په نړۍ کې د ترهګرۍ لومړی نمبر ملاتړی، په پراخه کچه، اټومي وسلې ولري."
ټرمپ په خپلې وینا کې د جنوري په دریمه د امریکا د پوځ لخوا د وینزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو نیول د "وینزویلا د خلکو لپاره د نوي او روښانه پیل" په توګه یاد کړل.
امریکایي ځواکونو مادورو او د هغه میرمن د کاراکاس له اپارتمان څخه د یو برید په ترڅ کې ونیول او د نیویارک ښار ته یې راوستل ترڅو د مخدره توکو د ترهګرۍ په تورونو محاکمه شي.
د مادورو مرستیاله ولسمشره، ډیلسي روډریګز، د ټرمپ په موافقې سمدستي د موقتې ولسمشرې په توګه کار پیل کړ.
ټرمپ وویل: "موږ د وینزویلا د نوي ولسمشرې ډیلسي روډریګز سره نږدې کار کوو ترڅو دواړو هیوادونو ته لویې اقتصادي لاسته راوړنې او هغو کسانو ته نوې هیلې راوړو چې ډیر زیانمن شوي دي."
هغه وویل چې په دې اقتصادي لاسته راوړنو کې هغه ۸۰ میلیونه بېرله تېل هم شامل دي چې متحدو ایالتونو "د خپل د نوي ملګري او شریک، وینزویلا څخه ترلاسه کړي دي."
ولسمشر د جنوري په ۶مه په ټروټ سوشل کې ولیکل چې وېنزویلا موافقه کړې چې د خپل د تیلو زیرمې، چې له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل کیږي، متحدو ایالتونو ته وسپاري، او د هغه په وینا، دا تیل به د بازار په نرخ وپلورل شي څو ګټه یې د وېنزویلا او د امریکا خلکو ته ورسیږي.
ټرمپ دا هم وویل چې د وینزویلا نوي مشران د متحده ایالاتو سره کار کوي ترڅو د کاراکاس د "ناوړه" زندان د تړلو امر وکړي چې سیاسي بندیان پکې ساتل کیږي.
د هغو بندیانو څخه چې تیره میاشت خوشې شوي وو، د مادورو ضد سیاستوال انریک مارکیز، هم چې بیګاه شپه د ولسمشر د وینا په مهال د استازو جرګې په مجلس کې راڅرګند شو.
ولسمشر ټرمپ د مارکیز وریره الیهاندرا ګونزالس په ناستو میلمنو کې معرفي کړه او د هغې له تره، انریک څخه یې وغوښتل چې تالار ته ننوځي.
انریک د الیهاندرا سره په لیدو هغه حیرانه کړه.
ټرمپ د غزې شخړه د اتو نړیوالو شخړو او جنګونو د یوې حل شوې جګړې په توګه ياده کړه چې تیر کال یې د شخصي مداخلې او منځګړیتوب له لارې حل کړلې.
ولسمشر وویل چې د غزې شخړه د اکتوبر له اوربند وروسته چې د اسراییل او حماس ترمنځ په دوه کلنه جګړه کې یې منځګړیتوب وکړ، "ډیره کمزورې" شوې ده.
دا جګړه هغه مهال پیل شوه چې د [حماس] ترهګره ډله، په ۲۰۲۳ کې یې له غزې څخه پر اسراییلو برید وکړ.
اوس دا ډله د اسراییلو د ځوابي برید له امله کمزورې شوې، چې یو وخت یې د فلسطین له نیمایي څخه لږ خاوره کنټرولوله.
ټرمپ وویل چې د هغه اداره د نهمې شخړې د ختمولو لپاره چې په اوکراین باندې د روسیې بشپړ پیمانه یرغل دی چې پکې د "قتل عام او وژنې" پای ته رسول دي "ډیر سخت کار کوي" په اوکراین باندې د روسیې یرغل د فبرورۍ په ۲۴مه څلور کلنه شوه.
ولسمشر وویل چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې هره میاشت ۲۵۰۰۰ سرتیري وژل کیږي، او خپله دغه مکرره ادعا یې بیا تکرار کړه چې که دی هغه مهال ولسمشر وای، دا شخړه به هیڅکله پیل شوې نه وای.
ټرمپ زیاته کړه: "د ولسمشر په توګه، زه به هرچیرې چې کولی شم، سوله به ټینکه کړم، خو زه به هیڅکله د اړتیا په صورت کې د امریکایی ګواښونو سره د مقابلې څخه ډډه هم ونه کړم."
فورم \ دبحث خونه