یوه افغانه میرمن د داعش د ملاتړ په خاطر له امریکا څخه وشړل شوه

یوه افغانه میرمن چې د ټکزاس ایالت په فورټ ورث ښار کې یې ژوند کاوه وروسته له هغه له متحده ایالاتو څخه وشړل شوه چې ویې ومنله یوه (بهرنۍ ترهګره) ده.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې ۴۷ کلنې نذیرې حاجی‌زاده، د امریکا د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ د داعش څخه د الهام په اخیستلو د برید په هدف د خپلې کورنۍ له طرحې ملاتړ کړی دی.

دا لومړۍ قضیه ده چې د بهرنیو ترهګرو د اخراج په محکمه یا "ATRC" کې مطرح شوې؛ هغه محکمه چې د امریکا کانګرس په ۱۹۹۶ کال کې جوړه کړې وه، خو تر دې دمه هیڅ ادارې ورڅخه کار نه وو اخیستی.

د امریکا د عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د حاجی‌زاده د شړلو حکم د اګست په ۲۰مه صادر شوی و او کله چې هغه خپل هېواد ته ورسیده،حکم جمعې په ورځ له محرمیت څخه ووت.

د هغې د شړلو غوښتنه چې د امریکا د لوی څارنوال تاد بلانش له خوا تایید شوې وه، د جولای په ۱۵ ثبت شوه او حاجي زاده د لومړي ځل لپاره د جولای په ۳۰ نیټه په محکمه کې حاضره شوه.

د بهرنیو ترهګرو د ایستلو د محکمې جګپوړی قاضی، جوان ان اریکسن ددې جسلې ریاست پر غاړه درلود او د هغې د شړلو حکم یې لاسلیک کړ.

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، د امریکا حکومت د تور د اثبات په هدف د طبقه بندي شویو معلوماتو څخه استفاده کړې او کابو نیم ترابایت اسناد یې د حاجي زاده او د هغې د دوو وکیلانو ته ورکړي دي.

میرمن حاجي زاده د خپلو وکیلانو په شتون کې دا ومنله چې (بهرنۍ ترهګره) ده او د تجدید نظر د حق له غوښتلو یې ډډه وکړه.

د امریکا لوی څارنوالی تاد بلانش دا قضیه د امریکا د ملي امنیت او د قانون د واکمنۍ لپاره یوه بریا بللې او ویلي یې دي هغه کسان چې د ترهګرۍ ملاتړ او یا هم تایید کوي باید په متحده ایالتونو کې ژوند ونکړي.

نوموړي وویل چې له دې محکمې څخه استفاده چې خپله لومړۍ قضیه یې هم بشپړه کړه، څرګندوني چې د عدلیې وزارت د امریکا د ساتلو پاره له ټولو موجودو امکاناتو څخه کار اخلي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) مشر، کاش پټل، هم ویلي دي چې دا قضیه د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د خاورې د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی.

د هغه په وینا، حاجی‌زاده د خپلې کورنۍ د هغو غړو د پلان ملاتړ کړی و چې له داعش سره یې همغږي درلوده، ترڅو په امریکا کې برید ترسره کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت هم اعلان کړی چې دا اخراج د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم او د کورني امنیت، عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو د همکارۍ په پایله کې ترسره شویدی.

د ملي امنیت په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال جان ایزنبرګ وویل، حاجی‌زاده، کله چې په امریکا کې ژوند کاوه، د خپلو زامنو د ترهګریز پلان ملاتړ کړی و او د ملي امنیت لپاره یوه ګواښ ګڼل کیده.

د حاجی‌زاده زوی، عبد الله حاجی‌زاده او زوم یې نصیر احمد توحیدی، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۷مه د اف بي آی له یوه پټ مامور څخه د وسلو او مهماتو د پېرودلو وروسته ونیول شول.

عبدالله چې د نیول کېدو پر مهال ۱۷ کلن و، د بالغ په توګه یې خپل جرم ومانه او د ۱۵ کلونو بند سزا ورته واورول شوه.

د قضايي تړون له مخې، د زندان له دورې وروسته به د افغانستان ته د هغه د شړلو حکم اجرا شي.

۲۸ کلن توحیدي هم د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه د ترهګرۍ اړوند په دوو تورونو ، داعش لپاره د مادي ملاتړ د برابرولو او د یوه فدرال تروریستي جرم په هدف د مهماتو او وسلو د ترلاسه کولو په هڅه اعتراف وکړ او د خپل حکم د صادریدو په تمه دی.

د محکمې اسنادو له مخې، توحیدي ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جون او اکتوبر ترمنځ لږ تر لږه له یوه بل کس سره د دوه کلاشینکوفونو، ۵۰۰ مرمیو او لسو شاجورونو د پیرودلو او د ۲۰۲۴ کال د نومبر په پنځمه د ټاکنو په شاوخوا کې د داعش په استازیتوب د ډله ییزې وژنې د برید ترسره کولو په موخه پلان جوړ کړی و.

اسناد دا هم وايي چې کورنۍ د دې پلان د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل اموال، لکه د کور سامانونه، کمپیوټر، ګرځنده تلیفون او دوو موټرو خرڅلاو پیل کړی و او حاجی‌زاده د کور د خرڅلاو قرارداد هم لاسلیک کړی و.

د حاجي‌زاده کورنۍ هم د ټاکنو له ورځې مخکې د حاجي زاده په ګډون د کورنۍ غړو ته چې څو ماشومان هم پکې وو، کابل ته یو طرفه ټکټونه اخیستي وو.