چارواکي: په کندهار او هلمند کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي

امنیتي مقامات وايي، چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د قاطع ماموریت په هوايي بریدونو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړون محمد صادق عیسی د جمعې په ورځ د«مرغومې پر ۱۴مه» امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې هوايي برید په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر مرکز تر سره شوی.

نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان د کندهار په شمالي ولسوالیو کې تر جګړو وروسته په یاد مرکز کې اوسیدل.

نوموړي اشنا راډیو ته وويل چې"د خاکریز په تور تپه سیمه کې د وسله والو دا یو اساسی مرکز وو چې د کندهار په شمالي ولسوالیو کې يې د جګړو لپاره پکښې پلانونه ترتیبول، خو نن سهار وختي دوې بجې زموږ د کره استخباراتي معلوماتو له مخې د قاطع ماموریت الوتکو پرې بمبارد وکړ چې ۱۱ وسله وال پکښې ووژل شوه او د درو سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۱۳ تنه نور پکښې ټپیان شوي، وسلې او مهمات يې هم لمنځه تللي."

خاکریز د کندهار په شمال ۱۲۰ کیلو مترۍ کې پرته نا امنه ولسوالي ده چې د اروزګان ولایت سره په سرحد کې موقعیت لري.

د کندهار په شمال کې د خاکریز، شاه ولیکوټ، نېش او غورک ولسوالۍ د دې ولایت له تر ټولو نا امنه ولسوالیو څخه دي چې د کندهار د نورو سیمو په پرتله حکومتي قواوو هم پکښې په تېر کې له لویو امنیتي پېښو سره مخ شوي.

د کندهار په ځنګ لوري هلمند ولایت کې بیا د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا ۳ وسله والو پکښې وژل شوي او ۷ تنه نور ژوندي نیول شوي.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز اشنا راډیو ته وويل چې په کندهار کې مېشت د ملي امنیت د سفر درې قطعې ځانګړو ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ دغه عملیات تېره شپه تر سره کړي.

نوموړی زیاته کړه"د ګرشک ولسوالۍ د میرمندو په سیمه کې پدې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۱ اطاقونه، پنځه موټر، ۱۳ موټر سائکلان او ګڼ شمېر وسلې لمنځه وړل شوي، درې تنه يې وژل شوي او ۷ تنه نور يې ژوندي نیول شوي."

په جنوب کې له تیري یوې میاشتي راهیسې د هوايي بریدونو په ګډون شپني عملیات زیات شوي چې امنيتي مقامات يې د وسله والو د ځپلو په برخه کې اغېزمن ګڼي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د خاکریز او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د تازه عملیاتو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.