امریکا سفارت: افغان خبریالان وساتئ

یاد سفارت همدارنګه په دغه هیواد کې پر خبریالانو د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته پر نه رسیدګي او عاملانو نه پيدا کولو باندې انتقاد کړی او ویلي دي چې پر خبریالانو د بریدونو برخه کې څېړنې شفافې او کافي نه دي.

دغه سفارت نن سې شنبه مارچ دوهمه (کب ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه د «خبریالانو ساتنه وکړئ» د شعار په ټينګار سره په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته درسیدګۍ غوښتنه کړې ده.

سفارت وايي: "په ګڼ شمېر خبریالانو باندې بریدونه شوي، خو په دې برخه کې شفاف او کافي څېړنې نه دي شوي."

یاد سفارت همدارنګه په دغه هیواد کې پر خبریالانو د بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بریدونو د عاملانو په اړه د څېړنو او پیدا کولو ملاتړ کوي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې دغه بنسټ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو څېړلو او رسیدګۍ ته ژمنه ده.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل چې دغه بنسټ ټولو هغه قضیو ته چې د امنیتي او کشفي ارګانونو او یا نورو بنسټونو لخوا دوی ته استول شوي دي رسیدګي کړې ده.

رسولي زیاته کړه چې لویې څارنوالۍ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي هیڅ یوه قضیه همداسې نه ده پرېښي او ټولې یې څېړلي.

هغه وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی څارنوالۍ یوازې په وروستیو دوو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷ قضیې څېړلې دي چې ددغه ۲۷ قضیو په تړاو ۶۰ تنه نیول شوي دي."

پر همدې مهال په غور ولایت کې د پخواني وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق د کورنۍ پر غړو وروستي برید د رسنیو د ملاتړ بنسټونه اندېښمن کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی او په وینا یې دوام یې د رسنیو کاري ساحه راتنګه کړې ده.

د یادې کمېټې غړې وحیدې فیضي د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په ښودلو امریکا غږ ته وویل چې د بریدونو په زیاتېدو سره ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو کار کوونکي له افغانستان څخه وتلي دي.

هغې وویل: "اوس مهال نه یوازې داچې خبریالان بلکې د کورنۍ غړو باندې حملې کړي، دا یوه تازه اندېښنه ده چې مخینه نه لري، له دولت څخه زموږ غوښتنه داده کومه پېښه کې په غور کې وشوه چې په دې برخه کې توجه وکړي او څېړنې شریکې کړي."

په داسې حال کې چې په غور کې د بسم الله عادل ایماق د کورنۍ پر غړو د برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون روانه اونۍ وویل چې د دوی معلوماتو په اساس د یاد برید تر شا د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان لاس دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي پر خبریالانو باندې بریدونو کې کې طالبان لاس لري.

هغه په یو خبري کنفرانس کې وویل وروسته تر هغه چې وسله وال طالبان د جګړې په میدان کې ناکام شول په وینا یې هغوی هدفي بریدونو ته مخه کړل.

خو وسله والو طالبان دا تور ردوي.

محمد الیاس داعي، رحمت الله نېکزاد، ملالۍ میوند، بسم الله عادل ایماق، یما سیاوش (پخوانی خبریال) هغه خبریالان دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د چسپکي ماین چاودنو او وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېېښه کې په کاپیسا ولایت کې د مقبول نوري په نوم د دانش تلویزیون خبریال د یوه سیمه ییز چارواکي لخوا ووهل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په تیر ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوي دي چې نسبت ۲۰۱۹ کال ته ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو په اساس په تیر یوه کال کې د رسنیو ۷ کار کوونکو او خبریالان وژل شوي دي.

یاد بنسټ همدارنګه وایي چې په تیر یوه کال کې د رسنیو ۱۸ کار کوونکي او خبریالان د کار پرمهال ټپي شوي ۱۰ تنه وهل شوي او ۴۷ تنه ګواښل شوي دي.