د مصري الوتکې تښتونکی ونیول شو

الوتکه تښتونکی سیف الدین مصطفی نومیږي او ویل شوي چې هغه "عاشق" و.

د قبرس مقاماتو ویلي چې هغه سړی یې نیولی دی چې د سه شنبې په ورځ یې د مصر د هوایي چلند د شرکت یوه الوتکه یې له خپل مسیر څخه وگرځوله او په قبرس کې کښیناستو ته مجبوره کړه.

ددې الوتکې ټوله سپرلۍ یو د بل پسې خوشې کړای شول او د مقاماتو په وینا د الوتکې ټول مسافر روغ جوړ دي.

ددې پیښې انگیزه او د تورن شخص هویت تر اوسه نه دی څرگند شوی خو د قبرس جمهور رئیس نیکوس اناستسیادس ترهگرۍ سره ددې پیښې تړاو رد کړی دی.

یو قبرسي مقام چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي دي چې مصري الوتکه تښتونکی سیف الدین مصطفی "عاشق" و.

هغه ویلي چې دغه شخص د یوې ښځې نوم مذاکره کوونکو ته ورکړی دی چې په قبرس کې اوسیږي او له هغوی یې غوښتي وو چې یو لیک دغې ښځې ته ورسوي.

د مصري الوتکېMS181 پرواز کې ۵۵ مسافر وو چې ۲۶ تنه یې بهرنیان او اوه تنه یې د الوتکې عمله وه. دا الوتکه د مصر اسکندریه ښار له هوایي ډگر څخه والوت او ټاکل شوی وه چې په قاهره کې ښکته شي.

دې پیښې د مصر د هوایي ډگرونو د امنیت په هکله نوی پوښتنې رامنځ ته کړي دي. پنځه میاشتې دمخه یوه روسي الوتکه د مصر د شرم الشیخ له هوایي ډگر څخه له الوتلو څو دقیقې وروسته د سینا په دښته کې وپرزیدله.

راپور: اسوشیتید پرس اژانس

ژباړه: عارف عثمانزوی