د محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د تېرې دورې لوړې ژورې

Afghan security forces stand guard in front of an election poster for presidential candidate Ashraf Ghani in Kabul, Afghanistan, Sept. 23, 2019.

٢٠١١

محمد اشرف غني د افغانستان د هغه بهیر مشر و چې په ٢٠١١ کال کې د افغانستان د ډېرو سیمو امنیتي مسؤلیتونه له بهرنیو ځواکونو څخه افغانانو ته وسپارل شول.

اپریل ٢٠١۴

ښاغلي غني په ٢٠١۴ کال د واک د انتقال په لومړني دموکراتیک بهیر کې برخه واخیستله چې پکې اته کاندیدانو سیالي کوله. خو په دغو سیالیو کې د دریو کاندیدانو ترمنځ؛ چې دوه یې د بهرنیو چارو پخواني وزیران، عبدالله عبدالله، او زلمی رسول، او دریم یې د نړیوال بانک پخوانی چارواکی اشرف غني ول، سخته سیالي وشوه.

مارچ ٢٠١۴

عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې ونه منلې او ټاکنې دویم دور ته ولاړې. عبدالله عبدالله په دویم دور ټاکنو کې د درغلیو د تورونو له امله د گډون ډډه وکړه.

ټاکنې جنجالي شوې او مظاهره کوونکو د اشرف غني د سیال عبدالله عبدالله په ملاتړ د کابل واټونو ته راووتل.

جون ٢٠١۴

اشرف غني په خپل سیال عبدالله باندې غږ وکړ چې د هغه سره په سیالیو کې برخه واخلي.

د رایو بیا شمیرنه وشوه، خو د پایلې په سر افغانان نور هم سره وویشل شول. بلاخره امریکا منځگړتوب وکړ.

اگست ٢٠١۴

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوو افغان کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي هڅه وکړه.

خبرې بریالۍ شوې، او د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو سیالانو د قدرت د تقسیم تړون لاسلیک کړ.

سپټمبر ٢٠١۴

د حامد کرزي د یوې لسیزې تر واکمنۍ وروسته، نوي ولسمشر لوړه وکړه. خو دغه تاریخي بدلون اسانه نه و؛ د ملي یووالي حکومت له څو میاشتو ناندریو وروسته کار پیل کړ.

نوامبر ٢٠١۴

کله چې ولسمشر اشرف غني د ټاکنو وروسته د لومړي ځل لپاره پاکستان ته سفر وکړ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ولسمشر ته وویل چې د دواړو هیوادونو امنیت د یو بل سره تړلي دي. خو دا اړیکې پر یو بل د ترهگرۍ د دوامداره تورونو له امله زیانمنې شوې.

د ناتو د پوځي ماموریت د ختمیدو سره د پاکستان یو مهمه اندیښنه په افغانستان کې د هغه د سیال؛ هند د اثر رسوخ زیاتیدل و. هند د دوه اړخیز تړون په اساس په سلگونه افغان امنیتي ځواکونه روزلي دي.

ډسمبر ٢٠١۴

د ٢٠١۴ کال، دسمبر میاشت کې د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د راتلونکو کلونو لپاره د روزنې نوی ماموریت پیل کړي.

نوی ماموریت د قاطع ملاتړ ماموریت و چې د ٢٠١٥ کال جنوري میاشت کې پیل شو چې د طالبانو سره په جگړې کې افغان امنیتي ځواکونو ته یې روزنه ورکوله.

مارچ ٢٠١٥

ولسمشر غني د ٢٠١٥ کال په مارچ میاشت کې له ولسمشر بارک اوباما غوښتنه وکړه چې د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو بهیر سوکه کړي.

جولای ٢٠١٥

اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د سولې خبرو لپاره د طالبانو د مشر د ژمنې هرکلی وکړ.

په پاکستان کې د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ له مهمو غونډو وروسته د جولای په ١٥ مه د لومړي ځل لپاره د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر پیغام خپور شو چې پکې د سولې د خبرو اترو د تائید نښې لیدل کیدل.

اوکتوبر ٢٠١٥

اشرف غني په اوکتوبر کې خپل امنیتي ځواکونه وستایل چې د کندز ښار یې له طالبانو ونیو.

خو په کندز کې د طالبان پر افغان پولیس او پوځ ناڅابي او غافلگیره بریدونه و کړل او طالبان د ١۴کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره خپل ستر بریا اعلان کړه.

ډسمبر ٢٠١٥

اشرف غني د اسیا د زړه سرمشریزه کې د گډون لپاره اسلام اباد ته ولاړ. په کنفرانس کې د غني د ګډون برسیره، د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په ځانګړي توګه په کابل کې د ٢٠١٦ کال اګست میاشت کې د یو لړ بمي بریدونو وروسته سړې شوې.

سپتمبر ٢٠١٦

ولسمشر غني د افغانستان حکومت په استازیتوب د گلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

نوامبر ٢٠١٦

ولسمشر غني، شربته گله چې ښکلو شنو سترګو یې ورته، نړیوال شهرت ورکړی دی، له دریو لسیزو مهاجرت وروسته هیواد ته ستنه کړه او ورته یې کور ورکړ.

جون ٢٠١٨

اشرف غني هیله درلوده چې د اختر په ورځو کې د طالبانو سره اوربند به دوام پیدا کړي.

جولای ٢٠١٨

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته ناڅابه سفر وکړ او د طالبانو سره د اشرف غني د سولې د خبرو وړاندیز ملاتړ وکړ.

جنوري ٢٠١٩

وروسته له دې چې طالبانو د افغان حکومت سره د سولې له خبرو ډډه وکړه، اشرف غني د ٢٠١٩ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خپل کلک منتقد امرالله صالح سره ائتلاف وکړ او د خپل د حکومت شریک عبدالله عبدالله سره په سیالیو کې د گډون اعلان وکړ.

د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ هم خبرې اترې ناکامه شوې.

جولای ٢٠١٩

ولسمشر غني د سولې په خبر د ټینگار سره د خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړ. ولسمشر په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې د خپلو راتلونکي حکومت پلان د امنیت ښه کول، د قانون حاکمیت، ترانسپورتي زیربناوې، روغتونونو او جوماتونو رغول ښودلی و.


سپټمبر ٢٠١٩

له ډېرو بدګومانیو، اندېښنو او ننګونو سره سره چې ویل کېدل ښايي ټاکنې وځنډول شي او یا هم هېڅ ترسره نه شي، په سپټمبر میاشت کې د افغانستان ولسمشریز ټاکنې ترسره شوې.

ډسمبر ٢٠١٩

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له تقریباً دریو میاشتو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې پکې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو.