د ټاکنو د کمیسیونونو د غړو د غوراوي کمیټه نن کار پیلوي

د غوراوي د کمیټې له خوا به جمهوررئیس ته د ټاکنیزو کمیسیونو د کمشنرانو د ټاکلو لپاره د نومونو یو۲۱ کسیز او بل ۱۵ نوملړ وسپارل شي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د ټاکنو د کمیسیونونو د غړو د غوراوي د کمیټې د غړو د ټاکلو په سر ستونزې هوارې شوي او ټاکل شوې چې د دغې کمیټې اوه غړي نن په کابل کې خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.

د جمهوررئیس د تقنیني فرمان له مخې د دغې کميتې شپږ غړي لا دمخه غوره شوي وو، خو د اوم غړي د غوره کولو په سر د مدني ټولنې د استازو ترمنځ د نظر د اختلاف له امله د دغې کمیتې د جوړولو کار د څو اونیو لپاره ځنډیدلی وو.

خو اوس د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا ستونزې هوارې شوي او د مدني ټولنې د یو استازي په ګډون ددغې کمیټې اوه غړي غوره شوي دي.

ښاغلي هاشمي وویل " د قانون د سپارښتنو او د تقنیني فرمان له مخې د غوراوي د اوو غړو د ټاکلو کارونه بشپړ شوي او ټول قانوني شرایط یې پوره کړي دي، تاکل شوې هغوی نن د خپل پیژندګلوۍ لومړنۍ غیر رسمي غونډه جوړه کړي او له جمهوررئیس سره له کتنې وروسته به راتلوونکي اونۍ خپله لومړنۍ رسمي او علني غونډه اعلان کړي".

د غوراوي په اوه کسیزه کمیټه کې د افغانستان د سترې محکمې، د بشر د حقونو د خپلواکه کمیسیون، پر اساسي قانون د څار د کمیسیون، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون، د ښځو د ټولنو او د مدني ټولنې یو یو استازی ګډون لري.

دین محمد ګران، محمد نادر هوتک، لطف الرحمان سعید، احمد ضیا لنګري، فهیم دشتي، نعیم ایوب زاده، زرقا یفتلي د دغې اوه کسیزې کمیټې د غړو په توګه پیژندل شوي دي.

تاکل شوې چې دا کمیټه به د افغانستان جمهوررئیس ته د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د کمشنرانو د ټاکلو لپاره د ۲۱ تنو نومونه او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د کمشنرانو د ټاکلو لپاره ۱۵ نومونه پشنهاد کړي چې له مخې به یې جمهوررئیس دغو دواړو کمیسیونو ته نوي کمشنران وروپیژني.

د غوراوي د کمیټې د جوړولو سپارښتنه د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د لسو مادو په هغه وړاندیز کې شامل وه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له خوا جمهور رئیس محمد اشرف غني ته وړاندې شوې وه.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رئیس شاه سلطان عاکفي امریکا غږ ته وویل، هرڅومره ژر چې دا کمیټه کار پیل کړي په همغه اندازه به د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره کارونه ژر پیل شي.

د دغې کمیټې یو غړي فهیم دشتي امریکا غږ ته وویل چې اوس ستونزې لرې شوي او دی هیله لري چې دا کمیټه به ژر خپل کار پیل کړي.