ملګري ملتونه: د افغانو ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د «تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځو کمپاین» د پیل اعلان وکړ او وايي چې د افغانو ښځو د خوندیتوب په تېرو دوو کلونو کې په بې ساري ډول خراب شوی او عاجل نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.

د یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لوړ خطر سره د مخامخو ښځو او نجونو شمیر ۴۰ سلنه زیات شوی او اوس ۱۴.۲ میلیونه ښځې خوندیتوب او مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي چې افغانې ښځې نه یوازې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ دي، بلکې د کار، تعلیم، تګ راتګ او بنسټیزو حقونو د محدودیتونو سربېره له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره هم مخ کېږي، چې په ټولیز ډول د تاوتریخوالي بيلابيلې بڼې جوړوي.

د یوناما سرپرستې مشرې او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې، جورجېټ ګاګنون، په اعلامیه کې ویلي:“د افغانو ښځو لپاره تاوتریخوالی یوازې هغه څه نه دي چې لیدل کېږي یا اورېدل کېږي، بلکې د دوی د غږونو خاموش کول، د اینده دروازې تړل او د حقونو اخیستل هم تاوتریخوالی دی.”

هغې زیاته کړه چې له واکمنو چارواکو غوښتنه کوي چې په ښځو او نجونو بندیزونه پای ته ورسوي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د افغانو ښځو د ملاتړ لارې باید خلاصې وساتل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نړیوالو مرستو په کمېدو سره هغه بنسټیز خدمات کم یا بند شوي چې ښځو ته یې د خوندیتوب، لومړنۍ روغتیايي پاملرنې، رواني مشورو، خوندي استوګنځایونو، بیړنیو مرستو او د قانوني ملاتړ په برخه کې خدمتونه کول.

سږ کال د ښځو په مشرۍ سازمانونو د خپلې ۲۰ سلنه بودیجې له لاسه ورکړې چې له امله یې د پروژو شمېر هم راکم شوی.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي: “د ښځو په مشرۍ بنسټونه د خپلو ټولنو په لومړۍ کرښه کې په زړورتیا کار کوي، خو د محدودیتونو او څار د زیاتوالي له امله د هغو ښځو ملاتړ نشي کولی چې تر ټولو ډېر له خطر سره مخ دي. موږ باید هغوی یوازې پرېنږدو.”

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې د کمپاین سږنی شعار دا دی چې “د ټولو ښځو او نجونو پر ضد ډیجېټلي ځوروونه پای ته ورسوئ”.

اعلامیه ټینګار کوي چې ډیجېټلي وسایل د افغانو ښځو لپاره د خوندیتوب، معلوماتو ترلاسه کولو او د مرستې غوښتلو یوه مهمه وسیله ده.

په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د وروستي ۴۸ ساعته انټرنېټ بندښت وښوده چې ډیجېټلي لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او اقتصادي بقا لپاره اړین دی.

په افغانستان کې د ۱۶ ورځني کمپاین شعار “لا هم یو ځای: د افغانو ښځو تر څنګ ودرېږئ” ټاکل شوی چې د افغانو ښځو د مقاومت او د ملګرو ملتونو د دوامداره حضور څرګندوي.

ملګري ملتونه د دې کمپاین په لړ کې غواړي له افغانو ښځو سره نوې نړیواله همغږي او کلک ملاتړ وشي، د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي او ځواب ویلو لپاره زیات او انعطاف منونکی مالي ملاتړ راټول شي، د ښځو په مشرۍ د سازمانونو پیاوړتیا او ملاتړ وشي، ښځو ته خوندي او برابر ډیجېټلي لاسرسي باندې پانګونه وشي او د ټولنې پر بنسټ حل لارې وموندل شي.

ملګري ملتونه وايي، سره له ټولو محدودیتونو، افغانې ښځې لاهم د زړورتیا، مقاومت او مشرتابه بېلګې وړاندې کوي، او نړیواله ټولنه باید د هغوی تر څنګ ودریږي.