د اروپايي ټولنې سفیرانو د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ۲۲مه) اوکراین ته د ۱۰۶ میلیارد ډالرو ځنډول شوی پور تصویب کړ، او همدارنګه یې پر روسیې د بندیزونو نوې بسته هم ومنله.
د دې پور د خوشې کیدو لپاره هنګري او سلواکیا وروسته له هغه خپل مخالفت پای ته ورساوه چې اوکراین د دروزبا د تیلو د مهم پایپ لاین د ترمیم ژمنه وکړه.
د قبرس ولسمشر ویلي تمه ده چې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه د پنجشنبې تر ورځې پورې په دواړو پرېکړو باندې رسمي رایه ورکړي.
دواړو هیوادونو پر اوکراین تور لګولی چې د دروزبا د تیلو پایپ لاین یې نه دی رغولی، چې د جنورۍ په میاشت کې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې زیانمن شوی و. اوکراین او د هغه اکثره اروپایي ملاتړي د روسیې د تیلو د وارداتو مخالفت کوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې تمویل کې یې مرسته کړې، چې اوس یې پنځم کال پیل شوی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې اوکراین اوس د دروزبا پایپ لاین ترمیم بشپړ کړی دی. هغه وویل چې "د روسیې د برید له امله پایپ لاین زیانمن شوی و" خو د هغه په وینا"پایپ لاین کولی شي خپل عملیات بیا پیل کړي."
دا پور، چې د دسمبر په میاشت کې یې په اړه هوکړه شوې وه، موخه یې دا ښودل شوې چې اوکراین وکولای شي تر ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو پورې خپلې پوځي او مالي اړتیاوې پوره کړي.
هنګري او سلواکیا مخکې له دې دواړه پور او د بندیزونو بسته بنده کړې وه، ځکه چې دوی پر اوکراین د پایپ لاین په رغولو کې د پاتې راتلو تور پورې کاوه. دا لانجه هغه مهال حل شوه کله چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سهشنبې په ورځ وویل چې ترمیم بشپړ شوی دی.
هغه وویل: "اروپايي ټولنې له اوکراینه وغوښتل چې د دروژبا د تیلو پایپ لاین، چې روسیې ویجاړ کړی و، بېرته ورغوي. موږ دا ترمیم کړی دی."