ایټالیا: اوکراین ته داسې بودیجه نه لاسلیک کوو چې ډېر څه په کې ورکړو او کم ترې ترلاسه کړي

د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني وايي چې اروپايي ټولنه اوکراین ته وړاندیز شوې مرستې له منظورۍ څخه ډېرې لېرې ده.

اروپايي ټولنه غواړي چې د روسیې په مقابل روانې جګړې کې له اوکراین سره د ۲۰۲۸ څخه نیولې تر ۲۰۳۴ کال پورې ۱.۷۵ تریلیون ډالر مرسته وکړي.

خو د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلیوني په بروکسل کې د اروپايي ټولنې تر سرمشریزې مخکې خبریالانو ته وویل چې اروپايي ټولنه د دغو مرستو منظورۍ ته ډېره فاصله لري.

هغې وویل چې د «داسې بودیجې لاسلیک کولو ته اماده نه دي، چې ډېر څه په کې ورکوي، خو کم څه ترې ترلاسه» کړي.

د اروپايي ټولنې ټول ۳۷ غړي هېوادونه باید دا بودیجه منظوره کړي چې اوکراین ته ورکړل شي. د ایټالیا صدراعظمې همدغه راز اندېښنه ښودلې ده چې د روسیې او اوکراین جګړه شاید مدیترانې ته هم وغځېږي.

دا اندېښنه له هغه وروسته پیدا شوه، چې اوکراین د یکشنبې په ورځ د لیبا په اوبو کې د روسیې یوه پوځی کښتۍ ووېشتله.

په دغه برید کې د لیبا دوه سمندري افسران ووژل شول. لیبیا له اوکراین څخه د غچ اخیستو ګواښ کړی دی. جورجیا میلیوني وویل چې د اوکراین لوري ته دا خبره واضحه شي چې جکړه باید مدیترانې ته ونه غځول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ځواکونو ویلي دي چې د روسیې د باشکورتستان په سیمې کې یې د روسیې د تیلو زېرمه په نښه کړې ده. وايي دا برید یې تېره شپه کړی دی. مسکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. دواړه لوري په یو بل باندې د بې پیلوټه الوتکو، توغندیو او میزایلو بریدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د فلورېډا په ایالت کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره په ملاقات کې د اوکراین د جګړې د ختمولو په ارزښت خبرې وکړې.

دوی دواړو په عمدي او غیر عمدي توګه د جګړې د سختولو لپاره د روسیې د هر ډول اقدام د نه کولو په اهمیت ټېنګار کړی.