د اروپايي کمېسیون مشرې وړاندیز کړی چې کاناډا دې د اروپايي ټولنې لومړنی "همکار غړی" شي.
اورسلا فون دیر لاین د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۶) د اروپايي ټولنې د وضعیت په اړه په خپلې کلنۍ وینا کې وویل چې کاناډا او اروپايي ټولنه باید خپلې اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې د اوسني ازاد تجارت تړون (CETA) څخه هم پراخې کړي.
هغې دا پراخه همکاري د "راتلونکي لپاره اتحاد" وباله او ویې ویل چې موخه یې د دواړو خواوو ترمنځ د "سوکالۍ او اقتصادي امنیت لپاره د ګډې فضا" رامنځته کول دي.
د کاناډا د صدراعظم مارک کارني دفتر د دې وړاندیز هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوتاوا له اروپايي ټولنې سره خپلې اړیکې ژوروي ترڅو "د کاناډا حاکمیت پیاوړی کړي".
کاناډا، چې شاوخوا ۷۰ سلنه صادرات یې د امریکا بازار ته ځي، هڅه کوي له دغه هېواد سره خپله اقتصادي تکیه کمه کړي.
د کاناډا صدراعظم تر دې وړاندې هم د کاناډا او اروپايي ټولنې ترمنځ د یوه "ځانګړي اتحاد" د جوړېدو غوښتنه کړې وه. کارني، چې د اروپايي پارلمان په غونډه کې د ګډون لپاره د فرانسې د سټراسبورګ ښار ته تللی، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په دغه پارلمان کې وینا وکړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې د کاناډا او اروپايي هېوادونو ترمنځ پر ګډو سیاسي ارزښتونو هم ټینګار وکړ او د کاناډا صدراعظم ته یې وویل: " ګرانه مارکه! تر ټولو مهمه دا ده چې اروپا او کاناډا په ډیموکراسۍ باور لري. "
د اروپا دا وړاندیز په داسې حال کې مطرح شوی چې د کاناډا او متحدو ایالتونو اړیکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګریزو تګلارو تر اغېز لاندې راغلې دي.
پر کاناډايي توکو د امریکا تعرفې او همدارنګه د ټرمپ پرلهپسې څرګندونې چې کاناډا دې د امریکا "یو پنځوسم ایالت" شي، د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې تر فشار لاندې راوستې دي.
اوس د کاناډا لپاره د همکار غړیتوب وړاندیز کولای شي د کاناډا او اروپايي ټولنې د راتلونکو اړیکو د بڼې په اړه پراخو بحثونو ته لاره هواره کړي. دا اړیکې به یوازې پر سوداګرۍ نه، بلکې پر اقتصادي امنیت، د وګړو پر تګ راتګ او ستراتیژیکې همکارۍ هم را وڅرخي.
فون دیر لاین وویل: "دا شراکت د بل چا پر ضد نه دی، بلکې زموږ د ګډ ځواک د پیاوړتیا لپاره دی." هغې زیاته کړه چې د اروپا موخه دا ده چې له کاناډا سره خپلې اړیکې "تر ټولو لوړې ممکنه کچې" ته ورسوي.
په اروپايي ټولنه کې د همکار په توګه د کاناډا د غړیتوب موضوع د لومړي ځل لپاره مطرح کېږي، او تر اوسه یې د عملي کېدو لپاره کوم روښانه چوکاټ نه شته.
څرګنده نه ده چې دا ډول غړیتوب به په عمل کې کاناډا ته کوم واکونه او مسؤلیتونه ورکړي او کومې ادارې یا غړي هېوادونه به یې تصویب کړي. همدارنګه روښانه نه ده چې د دې احتمالي موافقې د عملي کېدو بهیر به څومره وخت ونیسي.
اوس مهال د اروپايي ټولنې هر نوی غړی باید د دغې ټولنې د ټولو ۲۷ غړو هېوادونو له خوا تائید شي.
د "همکار غړي" نظریه تر دې وړاندې د اوکراین او همدارنګه له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو (بریګزیټ) وروسته هم مطرح شوې وه، خو تراوسه یې د عملي کولو لپاره کوم مشخص اقدام نه دی شوی.
د کاناډا په اړه دا نوی وړاندیز کولی شي د اروپايي ټولنې او هغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د بڼې په اړه بحثونه پیل کړي چې ددې ټولنې غړي ندي.