د اروپايي ټولنې مشران اوکراین ته د بودیجې په منظورولو کې پاتې راغلل

تصویر د اروپايي ټولنې د مشرانو د یوې بلې غونډې څخه اخیستل شوی.

له اوکراین سره د وړاندیز شوې بودیجې د منظورولو په اړه د اروپايي ټولنې سرمشریزه بې نتیجې پای ته ورسېده.

د اروپايي ټولنې، چې ۲۷ غړي هېوادونه ولري، مشرانو د جمعې په ورځ (نومبر۲۷) په دې اړه ۱۲ ساعته خبرې وکړې، خو کومې نتیجې ته ونه رسېدل.

اروپايي ټولنه غواړي چې د روسیې په مقابل کې په روانې جګړې کې له اوکراین سره د ۲۰۲۸ څخه نیولې تر ۲۰۳۴ کال پورې ۱.۷۵ تریلیون ډالر مرسته وکړي.

همدغه راز دوی غواړي چې د اوکراین اقتصادي او پوځي اړتیاو د پوره کولو لپاره له هغه هېواد سره د ۴۹ میلیون ډالرو پور هم منظور کړي. دوی تر ډېره په همدغه ټکي اختلاف لري.

د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه لکه سلواکیا، چک جمهوریت او هنګري د دغه پور له ورکولو سره مخالفت لري.

ځېنې نور هېوادونه چې فرانسه او ایټالیا په کې دي، د لوړو لګښتونو د وړاندیز حمایت کوي، خو ځینې نور یې، چې جرمني یې په سر کې دی، د دغو لګښتونو د محدود کولو او سپما کولو حمایت کوي.

د اروپايي ټولنې اصول دا دي چې هره لویه پرېکړه باید ټول ۲۷ غړي تائید کړي، که یو غړی هم مخالفت وکړي، نه شي تصویبېدای.

د اروپايي ټولنې اکثریت هېوادونه غواړي چې له اوکراین سره وړاندیز شوې بودیجه د اروپا په ځینو هېوادونو کې د بل کال تر ټاکنو مخکې تصویب شي.