د اروپايي ټولنې غونډې کې د افغانستان بشري وضعیت ته کتنه

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې بشري بحران ټوکېدلی

د اروپايي ټولنې څلورمه غونډه د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (ثور۲۹) د بلجیم په مرکز کې پيل شوه چې ځانګړی تمرکز یې د افغانستان په بشري بحران باندې و.

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستل د افغانستان د بشري وضعیت پورې تړلې یوه مسئله وه چې په دې غونډې کې پرې بحث وشو.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازې ویرونیکا باسکوویک پوهر په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې په دې غونډې کې د افغانستان د کړکیچ په ژرړو خبرې وشوې او ملي او سیمه ایزې حل لارې به ولټول شي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د عملیاتي چارو مشر مییونګ پارک د دغې غونډې په څنډې کې ویلي: «له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو دوامداره اجباري اېستل د خلکو او کورنیو لپاره په داسې حال کې ستونزې جوړوي چې د نفوس نیمه برخه د خپل پاېښت لپاره حیاتي بشري مرستو ته ضرورت لري.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته بشري کړکیچ ټوکېدلی، لوږه زیاته شوې او بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، له ۲۰۲۲ کال راهېسې تقریبآ اته میلیون افغانان له خپل هېواد څخه وتلي او ۸۵ فیصده یې ګاونډیو هېوادونو او په خاص ډول پاکستان، ایران او نور یې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ راپور ورکړی دی چې له ۲۰۲۳ کال راهېسې ۳.۴ میلیون کسان له پاکستان او ایران څخه په زور افغانستان ته شړل شوي چې له دې ډلې څخه یې ۱.۵ میلیون یې په ۲۰۲۴ افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۳۵ کال کې تقریبآ ۲۳ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لری.