د بروکسل خبرې؛ له طالبانو سره تعامل که مشروعیت ورکول؟

پارلمان اروپا از آمریکا خواست سازمان مجاهدین خلق را از فهرست تروریستی خود خارج کند

د اروپايي ټولنې چارواکو د سې‌شنبې په ورځ په بروکسل کې د طالبانو له یوه پنځه کسیز پلاوي سره وکتل. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو استازي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره رسمي خبرې کوي.

اروپايي ټولنه وایي، د دې غونډې موخه د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي همغږي وه چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. خو د بشري حقونو سازمانونو او یو شمېر اروپايي سیاستوالو دغه لیدنه د طالبانو د مشروعیت ورکولو په لور یو ګام بللی دی.

د اروپايي پارلمان غړې روشیل ګارسیا هرمیدا، چې د افغانستان لپاره د پارلمان د اړیکو د پلاوي مشري هم پر غاړه لري، د طالبانو د پلاوي کوربه‌توب وغنده او له افغانانو یې بخښنه وغوښته.

هغې وویل: «زه د ۴۵۰ میلیونه اروپایانو په استازیتوب له افغانانو بخښنه غواړم چې اروپايي پارلمان ونه توانېد په بروکسل کې د طالبانو د دې غونډې مخه ونیسي.»

ګارسیا هرمیدا وویل، دا غونډه د هغو افغان ښځو او نجونو لپاره د اندېښنې وړ ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د اروپايي پارلمان یوې بلې غړې، سسیلیا سترادا، هم پر دې غونډه نیوکه وکړه او ویې ویل چې ستونزه یوازې له طالبانو سره لیدنه نه ده، بلکې دا ده چې اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو همکاري غواړي.

سترادا وویل: «اروپايي کمیسیون له طالبانو یو څه غواړي، خو پوښتنه دا ده چې طالبان به په بدل کې څه وغواړي؟ پیسې؟ سیاسي مشروعیت؟ زما په اند، اروپايي ټولنه لا له وړاندې هغوی ته سیاسي مشروعیت ورکوي.»

هغې زیاته کړه چې د طالبانو حکومت لا هم د ښځو، نجونو او بشري حقونو د وضعیت له امله له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.

ددې پارلمانې یوې بلې غړې هانا نیومن ویلي، اروپايي ټولنه په تدریجي ډول له هغو ژمنو څخه شاتګ کوي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یې کړې وې، او ټینګار یې کړی چې اروپايي پارلمان به د دې اقدام په اړه له اروپايي کمیسیون څخه حساب وغواړي.

د بشري حقونو ډلو اعتراض

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنېشنل) او یو شمېر فعالانو د غونډې پر مهال د اروپايي کمیسیون مخې ته اعتراضي لاریون وکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان د بلجیم څانګې استازي، لودوویک لوس، وویل: «دا له رسوایۍ هم اوښتې ده. اروپايي ټولنه له داسې رژیم سره جوړجاړی کوي چې هره ورځ بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او اساسي ازادۍ محدودوي.»

مدافع وکیلې سلما بن خلیفه هم خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول له جدي خطرونو سره مل دي.

هغې وویل: «د هغو کسانو ژوند له خطر سره مخ دی چې افغانستان یې پرېښی. طالبان هر هغه څوک چې د دوی له نظریاتو او واکمنۍ سره موافق نه وي، مخالف ګڼي.»

د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي چې اروپايي هېوادونه له یوې خوا د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې غندي، خو له بلې خوا د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې ورسره همکاري کوي، چې دا کار د اروپا اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو او اروپايي ټولنې دریځ

د طالبانو د پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي دغه سفر له اروپا سره د اړیکو د پراخېدو لپاره یو مهم فرصت بللی دی.

بلخي هیله څرګنده کړې چې دا لیدنه به د طالبانو او اروپايي ټولنې ترمنځ د «مثبتو تعاملاتو لپاره نوې لارې» پرانیزي.

خو اروپايي کمیسیون ټینګار کوي چې دا غونډه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

د اروپايي ټولنې په وینا، خبرې د بېرته ستنېدونکو افغانانو د پېژندنې، د سفر اسنادو او د ستنولو د پروسې د همغږۍ په اړه وې، او هدف یې د مهاجرتي او قونسلي ستونزو عملي حل دی.

اروپايي ټولنې افغانستان ته شل میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

په همدې حال کې، اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لارې به افغانستان ته شل میلیونه یورو ځانګړې کړي.

د اروپايي ټولنې په وینا، دا مرستې به د راستنېدونکو کډوالو، بې‌ځایه شویو کورنیو او نورو زیانمنو افغانانو لپاره د روغتیايي، بشري او ساتندویو خدمتونو د پراختیا لپاره ولګول شي.

اروپايي چارواکي وایي، دغه مرسته به هغو افغانانو ته ورسېږي چې د جګړو، اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو له امله له سختو بشري شرایطو سره مخ دي.