اروپا په خصوصي سکټور د نړیوال جام د ونډو د پلور په اړه د فیفا پلان رد کړ

د اروپا د فوټبال فدراسیون (یوفا) د فیفا د مشر جیاني انفانتینو هغه وړاندیز رد کړی چې غوښتل یې د نړیوال جام ونډې پر پانګوالو وپلوري.

انفانتینو غواړي چې خصوصي پانګه وال د هغو ۲۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د عملیاتو شل سلنه برخه واخلي چې د فوټبال نړیوال جام او د فیفا نورې چارې پر مخ وړي.

د دې پلان له مخې به ملي فدراسیونونو ته له فیفا څخه د پیسو اندازه له اوسني ۱۰ میلیونه ډالرو څخه په کال کې ۲۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي.

د اروپا د فدراسیون ۵۵ غړو د پنجشنبې په ورځ په غوڅ اکثریت سره رایه ورکړه چې د فیفا ټولې پیښې به بایکاټ کړي تر څو چې فیفا دا وړاندیز پریږدي او ټینګ تضمینونه ورکړي چې سیالۍ به هیڅکله د خصوصي سکټور پر مخ خلاصې نه وي.

فدراسیون په یوه اعلامیه کې وویل: "د فوټبال راتلونکی د هغو کسانو د تمو له مخې نه شي ټاکل کېدای چې لومړۍ دنده یې د مالي ګټې اعظمي کول دي"

په اعلامیه کې زیاته شوې: " نه هم د ملي ټولنو، لیګونو، کلبونو، لوبغاړو او ملاتړو ګټې د پانګوالو د ګټو تر اثر لاندې راتللی شي. فوټبال نشي کولی د مالي ګټو لپاره خپل راتلونکی تر ګرو کړي."

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون مشر شیخ سلمان بن ابراهیم الخلیفه هم د پنجشنبې په ورځ یو لیک خپور کړ چې په هغه کې ویل شوي چې د فیفا "یو اړخیز اقدامات داسې ښکاري چې د لویې وچې د فوټبال بنسټونه کمزوري کوي."