د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام، د فوټبال په تاریخ کې ستر جام دی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷مه) د نیویارک ښار په (ټرمپ ټاور) کې په یو لړ مراسمو کې وویل چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام "تر اوسه تر ټولو لوی نړیوال جام دی".

نوموړي زیاته کړه چې دې ټورنمنټ نه یوازې په نړیوال فوټبال کې نوي ریکارډونه جوړ کړي، بلکې د امریکا متحده ایالاتو مثبت انځور یې هم وړاندې کړی دی.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې د فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته یوازې یوه ورځ پاتې ده چیرې چې ارجنټاین او اسپانیا د سرو زرو جام د ګټلو لپاره د یکشنبې په ورځ سیالي کوي.

ډونالډ ټرمپ، په ټورنمنټ کې د ګډون کوونکو هیوادونو د ملیونونو مینه والو شتون ته په اشارې سره وویل: "دې سیالیو نړۍ سره نږدې کړې ده. د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام تقریبا هر تصور کیدونکی ریکارډ مات کړی دی. دا په تاریخ کې ترټولو لوی نړیوال جام دی."

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ هیوادونو کوربه توب وکړ، چې د ګډون کوونکو لوبډلو میلیونونه مینه وال یې دریو کوربه هیوادونو ته راجلب کړل.

ولسمشر ټرمپ له دې ټورنمنټ څخه د لیدونکو پراخ هرکلي ته په اشارې وویل: "د شپږ نیم میلیونو څخه د زیاتو لیدونکو سره، دا په تاریخ کې تر دې دمه تر ټولو ډېر لیدل شوی نړیوال جام دی، او د ګډون کوونکو شمیر د تېرو دوو نړیوالو جامونو له مجموعي ګډون کوونکو څخه ډېر شوی دی."

ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې ډیری لیدونکي امریکا ته په یو بل ډول ذهنیت سره راغلي وو، خو په امریکا کې د هغوی شتون او تجربو د هغوی نظرونه بدل کړل. هغه زیاته کړه: "ډیری هیوادونو نه پوهیدل چې د څه تمه ولري، خو دوی له متحده ایالاتو سره مینه پیدا کړه او هغه کسان چې دلته راغلي دي بېرته به ستانه شي."

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام ته په اشارې وویل: "اته کاله مخکې، په ۲۰۱۸ کال کې، ما ته دا ویاړ را په برخه شو چې په شمالي امریکا کې د نړیوال جام په ترسره کیدو کولو کې مرسته وکړم."

جاني انفانتینو، د فیفا رئیس

په همدې مراسمو کې، د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر، جاني انفانتینو، د سیالیو په کوربه توب کې د امریکا د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا نړیوال جام "له ټولو تمو څخه لوړ" و او یو "امریکایي خوب" یې په حقیقت بدل کړ.

انفانتینو ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې وویل: "دې نړیوال جام ستاسو له شتون پرته هیڅکله هم دومره ستره بریا نشوای ترلاسه کولی.

د فوټبال نړیوال جام د جون په ۱۱مه د مکسیکو په مکسیکو ښار کې د ۴۸ لوبډلو په ګډون چې د لوبډلو له پلوه خپله یو ریکارډ و، پیل شو.

ټاکل شوې ده چې ارجنټاین او اسپانیا د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۱۹مه، د نیویارک د نیو جرسي په میټ لایف سټیډیم کې د پایلوبې د ګټلو په هدف له یو بل سره سیالي وکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG