د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په منرالونو کې د پانګونې لپاره د طالبانو سره د کوم تعامل پلان نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر دویمه] امریکا غږ ته په یوه استول شوي بیان کې طالبان "ځانګړې نړیواله ترهګره" ډله بللې ده.
په بیان کې راغلي: "داسې کول [په منرالونو د تعامل رامنځته کول] به یوازې د طالبانو لاسونو ته پیسې ور ورسوي او د افغانانو په وړاندې د هغوی وحشتناک چلند ته به لاره هواره کړي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «فایننشال ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکې کې له امریکا غوښتي چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.
متقي د طالبانو او امریکا د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "افغانستان د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د امریکا د پانګونې هرکلی کوي."
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې دوي له واشنګټن سره "ښې اړیکې" غواړي.
مجاهد زیاته کړې چې افغانستان د امریکا سره "ډېپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو" ته اړتیا لري.
د متحدو ایالتونو حکومت نه یوازې دا چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان په کانونو د کومې پانګونې لپاره لیوالتیا نه ده ښودلې، بلکې خپلې هغه مرستې هم ځنډولې چې ممکن د طالبانو لاسونو ته ورشي.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. متحده ایالتونو ویلي چې دوي طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت ندي پیژندلي. له روسیې پرته، بل هېڅ کوم هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د متحدو ایالتونو په شمول، د نړۍ د ګڼو هېوادونو غوښتنه داده چې د طالبانو حکومت دې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي او یو ټولشموله حکومت دې رامنځته کړي.