کندهار او هلمند کې د غني د کمپاین په دفترونو چاودنې شوي

په کندهار کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ټاکنو په دفتر کې د ماین چاودنې، د یو سیمه‌ییز خبریال په ګډون څلور تنه وژلي او اوه نور ټپیان دي.

چارواکي‌وایي‌ چې په وژل شویو کسانو کې یو خبریال عبدالحمید هوتکي چې د هیواد راډیو سره یې کار کاوه ، دوه ماشومان او یو بل عام وګړی شامل دي.

چاودنه د کندهار د ښار په ۱۴حوزه کې د (دولت جوړونکي ټاکنیز کمپاین) د دفتر په دروازه کې شوې ده.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ ته وويل چې ماین مقناطیسي وو او د دفتر دخولي دروازه کې نښلول شوی و. هغه زیاته کړه، چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

بل پلو :

د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د انتخاباتو په دفتر کې دماین په چاودنې کې په ولسي جرګې کې د هلمند د استازي عبدالولي افغان په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي.

پېښه په لښګرګاه ښار کې د ښاغلي افغان په هغه دفتر کې شوې چې د ښاغلي غني لپاره يې د کمپاین چارې سمبالولې.

په ټپیانو کې د ښاغلي افغان تر څنګ د جمهور رئیس محمد اشرف غني د د انتخاباتو دفتر غړي او ميلمانه شامل دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک اشنا رادیو ته وويل چې پېښه په دفتر کې د ننه د یوه ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله رامنځ ته شوې.

خو يوې بلي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې په پېښه کې ۷ تنه ټپیان شوي او د دولت جوړونې ټاکنیز ټکټ ټاکنیز دفتر تر چاودنې وروسته اور اخیستی.

تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.