مشهور افغان سندرغاړی وحید صابري ومړ

د افغانستان مشهور او خوږ ژبۍ سندرغاړی وحید صابري د ازبیکستان په تاشکند ښار کې د ور پیښې ناروغۍ له امله ومړ.

په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمت الله رحماني امریکا غږ ته د صابر د مړینې خبر تایید کړی دی.

رحماني وویل، کله چې هغوی د شنبې په سهار د هغه کور ته ورغلل، د وحید صابري بیځانه جسد یې وموند. رحماني زیاته کړه چې مرحوم صابري له " پخوا څخه د زړه ناروغي درلوده او د ډاکټرانو په لارښونه تر مراقب لاندې وو."

وحید صابري په افغانستان کې د شپیتمې هجرې شمسي لسیزې یو له مشهورو سندرغاړو څخه وو او په خپلو سندرو سره ډیر شهرت ته ورسید.

وحید صابري په خپلو ډیرو سندرو په خاص ډول (دو موجود زه هستي ګرامي تر است او ابرها اګر ببارد) ډیر شهرت ترلاسه کړ.

مرحوم صابري که څه هم اوس که هم اوس ژوندی ندی خو د هغه هنر او سندرې به د افغانانو د بیلابیلو نسلونو ترمنځ ژوندی پاتې شي.

یو شمیر افغان سندرغاړو او عامو افغانانو د وحید صابري پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

فرهاد دریا په خپله فیسبوک پاڼه د وحید صابري د عکس په خپرولو سره لیکلي:" زما اوښکې د باران د څاڅکو په شان دي... وحید... وحید..."

افغان سندرغاړې آریانا سعید هم پر فیسبوک پانه د وحید صابري په مړینه خپګان ښودلی او لیکلي یې دي:" واقعا ژوند لنډ دی ... راځئ د یو بل په قدر پوه شو."