په فراه کې د خصوصي کلینیکونو له لارې د پولیو واکسین پیلیږي

Polio in Farah, Afghanistan

په فراه کې یو تن مدني فعال عبدالرحمن ژوندی وايي اړونده روغتیایي چارواکو او واکسین کوونکو ته پکار ده چې د پولیو واکسین په ولسوالیو کې د ټولو لیرې پرتو سېمو کې تر پنځو کلو ښکته ماشومانو ته ورسوي.

هغه وویل: "اړینه ده چې د پولیو واکسین په ډیره جدی توګه په ټولو سیمو کې تطبیق شي، ځکه پولیو ډیره بدمرغه ناروغي ده."

د فراه بل اوسېدونکۍ محمد یونس څپاند هم د پولیو واکسین تطبیق په اړه د پوره جدیت غوښتنه کوي، خو په وینا یې اړینه ده چې دیني عالمان او قومي مشران د خپل دیني او ټولنیز مسوولیت په ادا کولو سره د پولیو واکسین د ګټو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي. هغه وویل "دا د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ټولو مسوولیت دی چې د پولیو واکسین د ګټو په اړه کورنۍ پوه کړي."

په همدې حال کې د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي، دوی دا ځل د پولیو واکسین د تطبیق لپاره تر پخوا پیاوړي ګامونه اخلي او په ځینو هغو سیمو کې یې د خصوصي کلینیکونو پر مټ د پولیو واکسین رسولو پلان جوړ کړی چې لا تر اوسه پکې د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی او دولتي کلینیکونه هم پکې نشته.

ښاغلي شایق وویل: "موږ بیا هلته د خصوصي کلینکونو له لارې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوو."

افغانستان او پاکستان د نړۍ یواځيني هیوادونه بلل کیږي چې په کې د پولیو واکسین خلاف ځینې اندیښنې شته او لا هم خلک په خپلو سیمو کې د دغې واکسین د تطبیق مخنیوی کوي.