د فراه ولایت یو شمېر اوسیدونکي او روغتیا پالان د پولیو ضد مبارزه کې د نړیوالو بنسټونو مرسته اغیزناکه بولي، او د دوام غوښتنه یې کوي
د زابل ولایت روغتیایي مسؤولین وايي چې په یاد ولایت کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی کمپاین، ترسره شو، او په ترڅ کې یې ۱۵۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شو
د روغتیا وزارت همکار نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د ټولنې د ټولو قشرونو ګډې مبارزې ته تر هر وخته زیاته اړتیا لیدل کیږي.
روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ احتمال لوړ دی، او په هیڅ صورت باید دغه ماشومان له واکسین څخه پاتې نشي.
په بغلان ولایت کې یوه کورنۍ چې شپږ غړي یې د واکسین د نه تطبیق له امله په ګوزڼ اخته شوي، له خلکو غواړي چې په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.
د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې دوی د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو په شمېر کې زیاتوالی راوړی.
د فراه د پوهنتون استادان وایي چې د ګوزڼ ضد مبارزه کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو یووالی او همغږي ته تر بل هر وخته زیاته اړتیا لیدل کیږي.
روغتیایي مسؤولین وایي چې د سویلي حوزې په څلورو ولایتونو کې د پوليو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی، او په ترڅ کې به یې ۱.۶ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د ۲۰۲۳ کال پولیو یا ګوزڼ واکسین کمپاین پيلېدو خبر ورکړ.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې یو پخوانی واکسیناتور په ډزو وژل شوی او د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان شوي.
روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره پراخه همکاري کوي.
د افغانستان جنوب ختیځې حوضې ځوانان چې په خیریه فعالیتونو کې پراخه ونډه لري، وایي په روان کال به خپلو سیمو کې د پولیو ضد رضاکار فعالیتونه دوه برابره زیاتوي. یونیسف وایي له امتیازاتو پرته د ځوانانو همکاري غوره ګام دی او د تشویقي پروګرامونو له لارې به لا ډېر خلک دې کار ته وهڅوي. منیر بهار - امریکاغږ
نور پورته کول