فاروقي د اماراتو د کرکټ لیګ د تاریخ ترټولو قیمتي لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فضل الحق فاروقي د «انټرنېشنل لیګ»په لیلام کې په ۳۸۰ زره امریکايي ډالرو د «MI Emirates» لوبډلې واخیست.

فاروقي په متحده عربي امارات کې ددې لیګ د لوبو د تاریخ د ترټولو قیمتي لوبغاړي ځای ونیو.

د افغانستان د کرکټ یو شمېر لوبغاړو د «انټرنېشنل لیګ» د پنځم پړاو په لیلام کې د پام وړ قراردادونه ترلاسه کړي دي.

رحمان الله ګربز هم د ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې د «Gulf Giants» لوبډلې له ځان سره وساته. همدارنګه، الله محمد غضنفر د ۱۵۰ زره ډالرو او محمد نبي د ۱۴۰ زره ډالرو په ارزښت قراردادونه ترلاسه کړل.

دغه راز، عرب ګل د ۸۰ زره ډالرو، ګلبدین نایب د ۷۵ زره ډالرو، صدیق الله اتل د ۷۵ زره ډالرو، ابراهیم ځدراڼ د ۶۵ زره ډالرو، کریم جنت او عبدالله احمدزي هر یو د ۴۰ زره ډالرو، او ننګیالی خروټی د ۲۸ زره ډالرو په ارزښت له بېلابېلو لوبډلو سره یوځای شول.

یو شمېر نورو افغان لوبغاړو هم په دې لیلام کې له مختلفو لوبډلو سره تړونونه لاسلیک کړل.

راشد خان، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، نور احمد او وقار سلام خېل د هغو لوبغاړو له ډلې دي چې خپلو لوبډلو ساتلي او ورسره مستقیم قراردادونه لري.

په دې لیګ کې د افغان لوبغاړو پراخ حضور د شل اوریز نړیوال کرکټ په سیالیو کې د هغوی د مهم او اغېزناک رول څرګندونه کوي.

ټاکل شوې ده چې دغه لیګ د نومبر په ۲۱مه پیل او د دسمبر په ۲۰مه پای ته ورسېږي.