اف بي ای: په بهر کې د یرغمل شویو امریکایانو خوشې کولو ته ژمن یو

د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو اداره (اف بي ای) وایي چې د یرغمل شویو امریکایي وګړو خوشې کولو او د قانون منګولو ته د هغوی د عاملینو ور سپارلو ته ژمنه ده.

اف بي ای دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په ناحقه د ځینو امریکايانو د نیولو له کبله افغانستان د "ناعادلانه توقیف ملاتړي دولت" په توګه مشخص کړ.

اف بي ای د خپل اېکس په رسمي حساب کې لیکلي چې د یرغمل شویو امریکایي وګړو د خوشې کولو او هېواد ته د هغوی د راوستلو لپاره د متحدو ایالتونو له فدرالي ادارو او نړیوالو ملګرو سره همکاري کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ (مارچ نهمه) په یوې اعلامیې کې وویل: "زه نن افغانستان د ناسم توقیف ملاتړی دولت اعلانوم. طالبان لاهم ترهګریز تاکتیکونه کاروي، د باج یا سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره خلک برمته کوي. دا کړکیچن تاکتیکونه باید ختم شي."

مارکو روبیو ویلي چې "طالبان باید ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکایان خوشې کړي چې په ناعادلانه توګه په افغانستان کې نیول شوي" او د یرغمل نیونې د ډپلوماسۍ ختمولو ته ژمن شي.

اف بي ای په خپل اېکس کې د محمود شاه حبیبي د برمته کېدو د څرنګوالي او د حبیبي په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې د پنځه میلیون ډالرو جایزې په اړه هم جزئیات خپاره کړي چې د هغه د موندنې او متحدو ایالتونو ته د حبیبي د بېرته راتګ لامل شي.

د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې په وینا "ادعا" کیږي چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی مشر حبیبي د ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې په کابل کې خپل کورته نژدې د "طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست" نیولی دی.

اف بي ای لیکلي: "د حبیبي له نیول کېدو راهیسې د هغه په اړه څه نه دي اورېدل شوي او طالبانو تر اوسه د هغه د موقعیت یا وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې امریکایانو ته سپارښته شوې چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي، ځکه د مارکو روبیو په وینا "طالبان د امریکایانو او نورو بهرنیو وګړو ناعادلانه نیولو ته دوام ورکوي".

د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د "ناعادلانه توقیف ملاتړي دولت" په توګه د مشخص کولو وروسته، دې وزارت د واشنګټن د راتلونکي اقدام په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه، خو په یوه برېښنالیک کې یې لیکلي چې "د امریکایانو خونديتوب د دې وزارت تر ټولو ستر لومړیتوب دی".