د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په نړۍ کې د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د شخړو په حل کې د منځګړتوب له کبله د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ته د سولې جایزه ورکړه. دا د فیفا د ۲۰۲۵ کال دا ډول لومړی جایزه ده،.
د فیفا مشر ګیاني انفانتینو د دغې جایزې د ورکولو په مهال وویل: «لطفآ د فیفا د سولې د لومړۍ جایزې ګټونکي ته ښه راغلاست ووایاست- د امریکا د متحدو ایالتونو ۴۵م او ۴۷م ولسمشر ښاغلی ډونالډ ټرمپ.»
انفانتینو د جایزې سند ولوست چې په کې لیکل شوي: «د فیفا د سولې جایزه هرکال په نړۍ کې د فوټبال د میلیونونو مینه والو په استازیتوب هغو ځانګړو افرادو ته ورکول کېږي، چې د خپل پام وړ مشرتابه او اقداماتو له لارې یې د سولې او یوالي د تشهیر لپاره کار کړی وي.» نوموړي ولسمشر ټرمپ ته وویل: «تاسو رښتیا هم د فیفا د سولې د جایزې مستحق یاست.»
ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې د اتو جګړو په ختمولو کې منځکړتوب کړی، چې د پاکستاان او هند، کمبودیا، تایلنډ اسرائیل او حماس د ترهګرې ډلې ترمنځ د جګړو ختمول هم په کې شامل دي او تر ټولو وروستۍ یې د راوندا او د کانګو د جمهوریت ترمنځ د جګړې ختمول وو، چې د پنجشنبې په ورځ یې تړون لاسلیک کړ، په دې جګړې کې میلیونونه خلک وژل شوياو ژوبل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل: «دا په رښتیا زما د ژوند یو لوی ویاړ دی او په الفاظو نه شي بیان کېدای... موږ میلیونونه میلیونونه ژوندونه وژغورل. په هرحال، غواړم د خپلې کورنۍ- او زما له عالي لومړۍ میرمنې میلانیا څخه مننه وکړم.»
د جایزې ورکولو مراسم په واشنګټن ډي سي کې د کېنډي په مرکز کې ترسره شول، دلته د فوټبال د ۲۰۲۶ کال د لوبډلو د ګروپونو د ټاکلو پچه اچوونه وشوه.
متحده ایالتونه، کاناډا او مکسیکو په ګډه د دغو سیالیو کوربانه دي،چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۱مه پیل کېږي او د جولاۍ په ۱۹مه ختمېږي.