د لاس رسي وړ اتصالات

په واشنګټن ډي سي کې د کېنډې په مرکز کې د فوټبال نړیوال جام لوبډلو ګروپونه مشخص کېږي


د فوټبال د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لوبډلو د ګروپونو د ټاکلو مراسم په واشنګټن ډي سي کې ترسره کېږي
د فوټبال د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لوبډلو د ګروپونو د ټاکلو مراسم په واشنګټن ډي سي کې ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ ډسمبر شپږمه، په واشنګټن ډي سي کې د کېنډي په مرکز کې د فوټبال د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالیو د لوبډلو ګروپونه مشخص شي.

د لوبډلو د ګروپونو د مشخص کولو لپاره د پچې اچوونې په مراسمو کې به د نړۍ یو شمېر سیاستوال، هنري او ورزشي څېرې هم ګډون کوي، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ، د مکسیکو ولسمشره ګلاوډیو شینباوم او د کاناډا صدراعظم مارک کارني به هم په کې وي.

متحده ایالتونه، کاناډا او مکسیکو د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي، چې د جون په ۱۱مه پېل کېږي او د جولاۍ په ۱۹مه پای ته رسېږي.

د ۱۰۴ لوبو څخه به یې ۷۸ په متحدو ایالتونو کې وشي، پایلوبه به یې د نیوجرسي په ایالت کې وي. د دغه نړیوال جام لومړۍ لوبه په مکسیکو کې کېږي، مکسیکو او کاناډا هره یوه به د ۱۳-۱۳ لوبو کوربتوب په غاړه ولري.

د جمعې د ورځې په پچې اچوونې کې به مشخص شي چې کوم هېواد په کومې ډلې کې له چا سره مخامخېږي. په دغه نړیوال جام کې ټولې ۴۸ لوبډلې دې چې په ۱۲ ګروپونو به وېشل کېږي او په هر ګروپ کې به څلور لوبډلې وي.

تر دې دمه ۴۲ لوبډلو دغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړې او پاتې شپږ نورې لوبډلې به د مارچ په میاشت کې د غوراوي سیالیو په پړاو کې مشخصې شي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون به د دغې پچې اچوونې مراسم ژوندۍ خپروي. جرمن-امریکايۍ سوپر موډله هایدي کلوم او د امریکا مشهورې سینمايي څېرې کیوین هارټ او ډاني رامیریز به د دغو مراسمو کوربانه وي. په دغو مراسمو کې به د ایټالیا اندرې باسیلي، د بریتانیا رابي ویلیمس او امریکايي ایوارډ ګټونکې سندغاړې نیکول شرزینکر هم هنرنمايي وکړي.

د (ویلیج پیپل) په نوم به یو امریکايي بانډ هم خپله Y.M.C.A سندره او ترانه ووايي، ولسمشر ټرمپ معمولآ په خپلو سیاسي او عمومي غونډو کې دا سندره غږوي.

په پچې اچوونې کې د ګډونوالو هېوادونو لپاره رنګه توپونه ټاکل شوي چې له څلورو مختلفو لوښو/پاټس څخه به اخیستل کېږي. په دغو مراسمو کې به د ورزش د نړۍ ځینې مشهورې څېرې هم وي، چې د انګلنډ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ریو فرډینانډ او بریتانوی-جامایکايي نړیواله ویانده سمانتا جانسن یې عمده ګډونوال دي.

په دغو مراسمو کې به د متحدو ایالتونو د فوټبال د ملي لیګ د سوپربول اتل ټام برېډي، د هاکي د ملي لیګ اتل سټانلي کپ، د بیسبال د میجر لیګ اتل ارون جج او د باسکتبال د ملي ټولنې اتل اونیل هم وي.

د کېنډي مرکز وايي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) دغه مرکز ته ۷.۴ میلیون ډالر ورکوي چې دا ځانګړي مراسم په کې ترسره کېږي، په دې کې ۲.۴ میلیون ډالر مرسته او همدغه راز د دغه مرکز د اینده غونډو د مالي ملاتړ لپاره پنځه میلیون ډالر شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG