د فوټبال نړیوال جام؛ امریکا په تمریني لوبه کې سنیګال ته ماتې ورکړه

د متحدو ایالتونو د فوټبال ملي ټیم د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته د تیاري په لړ کې د یکشنبې په ورځ (می ۳۱مه) په یوه تمریني لوبه کې سنیګال ته ۳-۲ ماتې ورکړه.

د متحدو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه توب ددې جام رسمي لوبې د جون په ۱۱مه پیل کیږي.

په دې سیالیو کې ټول ۴۸ ټیمونه برخه لري او په لومړي پړاو کې په ۱۲ ګروپونو وېشل شوي دي. په هر ګروپ کې څلور ټیمونه لوبه کوي.

د امریکا لوبډله په ډي ګروپ کې د پاراګوای، اسټرالیا او ترکیې سره یو ځای ده، او خپله لومړنۍ رسمي لوبه د جون په ۱۲مه د پاراګوای پر وړاندې ترسره کوي. دا لوبه د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې کیږي.

د متحدو ایالتونو ۱۱ بیلابیل ښارونه، چې د نړیوال جام د لوبو کوربه توب کوي، ددې لوبو لپاره تیاری نیسي.

د کنساس ښار، چې د امریکايي فوټبال له کبله شهرت لري، د لوبغالو په جوړولو سلګونه میلیونه ډالر لګولي دي. د ارجنټاین، انګلنډ او هالنډ ټیمونه د تمرینونو لپاره په دغه ښار کې ځای په ځای شوي دي.

په دغه ښار کې د نړیوال جام د لوبو لپاره لوبغالي چمتو شوي دي. په کنساس او میزوري ایالتونو کې د نړیوال جام د لوبو په ترڅ کې ځايي کلتور نندارې ته وړاندې کیږي او رستورانونه یې چې د کباب په پخولو شهرت لري، د فوټبال د مینه والو او سیلانیانو ورتګ ته سترګې په لار دي.

د نړیوال جام د کوارټر فاینل په ګډون شپږ لوبې په کنساس ښار او ورڅېرمه سیمو کې کیږي.