ټرمپ: له ایران سره جګړه به ژر پای ته ورسېږي؛ ایران ډېر دوام نه شي کولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، باور لري چې له ایران سره روانه جګړه به ژر پای ته ورسېږي او ایران به ونه شي کولی اوسني وضعیت ته ډېر دوام ورکړي. ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د اګست پر شپږمه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې له پای ته رسېدو سره به د تېلو بیې هم راټیټې شي.

هغه وویل، "د هغو ټولو معلوماتو پر بنسټ چې زه یې وینم، موږ به ډېر ژر یو ځل بیا د ټیټو بیو ورځې ووینو، کله چې جګړه پای ته ورسېږي. زما په فکر جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي. فکر نه کوم چې هغوی [ایران] وکولی شي ډېر نور دوام وکړي. "

ټرمپ د امریکا په ځینو ایالتونو، په ځانګړي ډول آیوا کې، د پټرولو بیو ته په اشارې وویل چې په ځینو ځایونو کې یو ګیلن پټرول په ۱.۸۵ او ۱.۹۵ ډالرو پلورل شوی او تمه لري چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به بیې یو ځل بیا دغو کچو ته راښکته شي.

د ایران سره خبرې

د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل چې دی شخصاً له ایران سره په روانو مذاکراتو کې ښکېل دی او باور لري چې خبرې ښې روانې دي. ټرمپ وویل، "فکر کوم ډېر ښه روان یو. زه په مذاکراتو کې ښکېل یم. فکر کوم وضعیت ښه دی. کېدای شي [پرمختګ] ژر وشي. "

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن د ایران سره په خبرو کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو ترڅنګ د تهران د اټومي پروګرام په اړه د یوې پراخې موافقې د ترلاسه کولو هڅه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن په روانو مذاکراتو کې پر دوو ستراتیژیکو پایلو تمرکز لري. د روبیو په وینا، لومړی هدف د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د یوې عاجلې موافقې ترلاسه کول دي، او دویم یا وروستی هدف داسې یوه موافقه ده چې له مخې یې ایران اټومي وسله ونه لري.

واشنګټن: په هرمز کې به فیس او اجازې ته اړتیا نه وي

د امریکا د حکومت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، هره موقتي سمندري لاره چې له ایران سره د روانو ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د هرمز تنګي دننه یا شاوخوا رامنځته کېږي، باید له خنډونو پرته د بېړیو پر مخ خلاصه وي.

چارواکي وویل: «هره موقتي لاره به له هر ډول خنډ پرته وي، یعنې نه به تایید یا اجازې ته اړتیا وي او نه به پرې حق‌العبور یا فیس لګېږي.» امریکایي چارواکي ټینګار وکړ چې هرمز تنګی یوه نړیواله اوبلاره ده او هېڅ لوری د دې حق نه لري چې د بېړیو د تګ راتګ لارې یا له تنګي څخه د تېرېدو حق په انحصاري ډول کنټرول کړي. ایران بیا ویلي چې اجازه به ور نه کړي متحده ایالات د هرمز تنګي په مدیریت کې مداخله وکړي او ویلي یې دي چې په دې اړه له عمان سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې، ایران او عمان د یوې موقتي موافقې نهایي کولو ته نږدې شوي چې له مخې به یې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ تنظیم شي. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه دی. د دې لارې بشپړ او خوندي پرانیستل کولی شي پر نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ پر بازارونو فشار کم کړي. د هرمز په اړه روانې ډیپلوماتیکې هڅې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پراخو مذاکراتو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، خو تر اوسه د وروستۍ موافقې رسمي اعلان نه دی شوی.