د پولیو د نوي کال لومړۍ پیښه په کندهار کې ثبت شوې

تیر عیسوي کال کې په کندهار کې د پولیو کومه پیښه نه وه ثبت شوې

د کندهار ولایت روغتیايي چارواکي وایي چې د پولیو دا نوې پیښه ددغه ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په چینارتو کې ثبت شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي چې ګوزڼ وهلي ماشوم ۵ کاله عمر لري او یواځې یو ځل یې د پولیو څاڅکي اخیستي وو.

هغه وایي دغه ماشوم چې دمخه په سر سخت شوی وو، اوس یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډاکټر پخلا امریکا غږ ته وویل، دغې پېښې ثابته کړه چې د کندهار په چاپیریال کې د پولیو ویروس شته او پدې برخه کې ډیر کار ته اړتیا ده چې باید تر سره شي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال له پیل راهیسې دا په افغانستان کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ لمړۍ مثبته پېښه ده چې په کندهار ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

تېر کال په کندهار ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه وه ثبت شوې.

په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر۱۹ ته رسیدلی وو.

په جنوب کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسف د واکسین د برخې د همږغۍ مسئول سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا ماشوم به تېر کال د پولیو په ویروس اخته شوی وي.

خو هغه زیاته کړه چې دا به تر بشپړه لابراتواري معایناتو وروسته روښانه شي.

ښاغلي سید کمال شاه وویل "په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې دغې تازه پېښې دوی هم سخت اندېښمن کړي او دا ثابتوي چې د پولیو پر ضد هڅو کې باید نور کار هم وشي".

د کندهار د عامې روغتیا مسولین وايي، دوی ته ۶ میاشتې وخت ورکړ شوی، چې د پولیو ویروس جریان د دغه ولایت په چاپیریال کې ودروي خو له دې تازه پېښې څخه داسې څرګندیږي چې په آساني سره دغه ټاکلي هدف ته ونه رسیږي.

د کندهار د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل، روان میلادي کال کې به د پولیو واکسین ۱۵ نور ټیمونه جوړ کړي او د عامه پوهاوي په برخه کې به ځانګړي پرو ګرامونه عملي کړي.

شاه ولیکوټ د کندهار یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې تیره میاشت د واکسین یوتن رضاکار د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو تر مینځ په نښته کې ووژل شو.

که څه هم د دولت وسله وال مخالفین د واکسین له پروګرام سره په څرګنده کوم مخالفت نلري خو روغتیايي چارواکي وايي چې په جنوبي ولایتونو کې روانې جګړې او ځمکني ماینونه د دوی د فعالیتونو پر وړاندې هغه خنډونه دي چې د واکسین هڅې يې ټکنۍ کړي دي.