پاکستان کې د نرښځیانو لپاره لومړی دولتي ښوونځی پرانیستل شو

نرښځیان خوښ دي چې پدې ښوونځي کې به یې څوک نه زوروي.

د پاکستان د پنجاب په ولایت کې د لومړي ځل لپاره د نرښځیانو لپاره دولتي ښوونځی پرانیستل شو.

د دې ولایت د پوهنې وزیر مراد راس د ملتان په ښار کې د ښوونځي د پرانیستلو په مراسمو کې ژمنه وکړه چې د ټولو لپاره ښوونځي ته د تګ آسانتیاوې برابروي.

چارواکو ویلي چې د ښوونځي ښوونکي به هم نرښځیان وې او د ماسپښین لخوا به پدې ښوونځي کې د درسي ټولګیو تر څنګ مسلکي زده کړې هم ورکول کیږي.

په پاکستان کې نرښځیان شکایت لري چې نورو ښوونځیو کې د هغوي سره ناوړه او توپیري چلند کیږي.

د پنجاب د ایالت د پوهنې د وزارت یوې جګپوړې چارواکې حنا چوهدري ویلي چې کوښښ کوي د پوهنې او نرښځیانو تر منځ پیدا شوې فاصله له منځه یوسي او پلان لري چې نور دا ډول ښوونځي هم پرانیزي.

په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو لپاره فعالین د کافي ډیر وخت راپدیخوا هلې ځلې کوي. د دې هیواد په پایتخت اسلام آباد کې د همدې کال په سر کې د لومړي ځل لپاره د نرښځیانو لپاره یوه دیني مدرسه هم پرانیستل شوه.

نرښځیان شکایت لري چې په پاکستان کې خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري. دوي وایي چې خلک یې د ساعت تیری وسیله بولي خو زیاتوي چې د دا شان ښوونځیو په پرانیستلو سره به یې ژوند بدل شي.

په پاکستان کې له نرښځیان سره د دریم نسل په توګه چلند کیږي. اکثریت دا کسان د کورنۍ لخوا هم شړل کیږي او د خپل ژوندانه د پر مخ بیولو لپاره نڅاوې کوي او یا بدلمنۍ ته مخه کوي.