په ننګرهار کې د سختو بارانونو او سیلابونو وروسته، شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ اغیزمنې شوې دي او د دې ولایت اوسیدونکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې د سختو بارانونو له امله راوتلو سیلابونو د ننګرهار یو شمیر سیمې زیانمنې کړې دي او سلګونه کورنۍ بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.
دغه نړیوال سازمان ویلي چې اغیزمنو کورنیو ته د بیړنیو مرستو ویشلو پروسه پیل شوې ده.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو اېن–هبیتات) دفتر ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري راهیسې په ټول افغانستان کې نږدې ۱۴ زره خلک د سیلابونو له امله بې ځایه شوي دي.
افغانستان د طبیعي پیښو سره د مخو هیوادونو څخه دی. په دې تیرو څو کلونو کې سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو د هیواد په بیلابیلو برخو کې په مکرر ډول بشري بحران لا پسې خراب کړی دی، داسې مسله چې نړیوالو مرستندویه ادارو یې د عواقبو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ځایي اوسیدونکي وايي چې سیلابونو د دوی ژوند ته درانه زیانونه اړولي دي. "زموږ کورونه د درنو بارانونو له امله ویجاړ شوي. اوس موږ دا بیړنۍ مرسته ترلاسه کړې، چې پکې د کور توکي او لوښي شامل دي."
(آی او ام) ټینګار کوي چې د ننګرهار او نورو اغیزمنو سیمو کې مرستې او د وضعیت ارزونه به دوام ومومي. دا مرسته د اروپایي اتحادیې له مالي ملاتړ سره چمتو کیږي.
د هبیتات ادارې په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په افغانستان کې وروستي سیلابونه د سیلابونو په وړاندې مقاومت لرونکي زیربنا جوړولو ته بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی چې سیلابونه د څاګانو ویجاړولو او د څښاک د اوبو سرچینو ککړولو سره د اوبو څخه رامینځته شوي ساري ناروغیو خطر زیاتوي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د طبیعي پیښو سره ډیر زیان منونکی دی. سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو په وروستیو کلونو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې بشري بحران په مکرر ډول لا پسې خراب کړی دی، دا هغه مسله ده چې نړیوالو مرستندویه ادارو یې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
مرستندویه ادارې وايي چې د اقلیم بدلون، د اقتصادي بحران او پراخې بې وزلۍ سره یوځای، په افغانستان کې د ملیونونو خلکو لپاره د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده.