د لوی اختر په ورځو کې د کانګو ناروغۍ خپریدو ویره

پداسې حال کې چې د افغانستان په ګډون په اسلامي هیوادونو کې د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ کولو لپاره خلک تیاری نیسي، ملګرو ملتونو د یوې داسې ناروغۍ خپریدو خبرداری ورکړی چې په څارویو کې پیدا کیږي او انسانانو ته خپریږي.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان ویلي چې (کانګو وینه بهوونکې تبه) یوه ساري ناروغي ده چې له یو ډول حشرې څخه څارویو او له څاریو څخه انسانانو ته سرایت کوي.

پدې ناروغۍ کې د کنې په نامه حشره چې د څارويو په پوټکي پورې نښتې وي، د هغې وینه څښي او انسانان پرې وروسته تر هغه اخته کیږي چې همدا کنه انسانان وچیچي او یا د څاروي حلالیدو پر مهال او یا هم تر حلالیدو سمدستي وروسته د هغوي په غوښه یا ویني یې لاس ولګیږي.

د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې پدې ناروغۍ اخته کس درې ورځې دوامداره تبه کوي. د سر، خیټې او بدن دردونه لري، په غایطه موادو کې یې وینه راځي او د بدن په بیلا بیلو برخو کې د پوستکي لاندې یې وینه بهیږي.

ملګرو ملتونو له خلکو غوښتي چې که غواړي پدې ناروغۍ اخته نشي، باید د څارویو حلالولو پر مهال دستکشې په لاس کړي، یا داسې چپن یا جامې واغوندي چې د څاروې غوښه یې د بدن سره ونه لګیږي.

دې ادارې همدارنګه له خلکو غوښتي چې د کنو له منځه وړلولو لپاره څاروي او غوجله د حیواناتو د ډاکټرانو په مشوره دواپاشي کړي، د کانګو په ناروغۍ د اخته ناروغ د پاملرنې پر مهال او د څارویو په پلورنځایونو کې له ماسک، دستکشو او موزو څخه کار واخیستل شي.

همدارنګه له خلکو غوښتل شوي که په لاس یا د بدن کومه بله برخه یې زخمي وي، څاروی دې نه حلالوي او نه دې غوښه ټوټه کوي او دا چې د څارویو اضافي تولیدات لکه کولمې، لری او نور باید په خوندي ځای کې ښخ کړل شي.