پر سعودي عربستان د بریدونو له کبله د اسیا فوټبال جام سیالۍ وځنډول شوې

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال د اسیايي هېوادونو د جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د راتلونکي میلادي کال په پیل کې په سعودي عربستان کې وشي، د سیمې د امنیتي وضعیت او ورسره تړلو ستونزو له امله د نږدې یو کال لپاره ځنډول شوی دی.

دغه کنفدراسیون د سه ‌شنبې په ورځ (نومبر ۳) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۴ لوبډلو په ګډون دغه سیالۍ به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ پر ځای په دسمبر کې پیل شي.

د خبرپاڼې له مخې، د سیالیو د ځنډولو پرېکړه د اسیا جام د تنظیموونکې کمېټې او د سعودي عربستان د فوټبال فدراسیون د سلا مشورو وروسته شوې ده. سیمه ایز وضعیت، لوژستیکي ستونزې او د سفر کولو په وړاندې خنډونه د دې پرېکړې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون ویلي چې د سیالیو نوې نېټه به د وروستي تصویب لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ته واستول شي.

دا پرېکړه داسې مهال شوې چې سعودي عربستان په وروستیو اونیو کې د یمن د حوثیانو د بریدونو هدف ګرځېدلی او د هېواد د امنیتي وضعیت او د سیالیو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، تېره میاشت د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي وو. د ایران له ملاتړ لرونکو حوثیانو د دغه برید مسؤلیت منلی و.

دغه بریدونه لا هم دوام لري. حوثیانو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲) اعلان وکړ چې د ډرونونو په وسیله یې د سعودي عربستان په ختیځ کې د دمام هوايي ډګر په نښه کړی دی.

دغه وضعیت د ورزشکارانو، نندارچیانو او د سیالیو د تنظیموونکو د امنیت په اړه اندېښنې پارولي دي.

سعودي عربستان، چې تر اوسه درې ځله د اسیا جام اتل پاتې شوی، د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو کوربتوب کوي.

امنیتي وضعیت د اسیا فوټبال جام ترڅنګ په سعودي عربستان کې د ګلف، بایسکل ځغلونې او ټنیس د پلان شویو لوبو د ځنډېدو لامل هم شوی دی.

سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د ورزش په برخه کې پراخه پانګونه کړې او د اسیا جام کوربتوب د ۲۰۳۴ کال د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب لپاره د چمتووالي مهمه برخه بولي.