د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وايي چې امنیتي مامورینو یو پخوانی افغان کډوال چې د ځانګړو ویزو د پروګرام له لارې د یو دفاعي قراردادي سره تر کار کولو وروسته د امریکا تابعیت ترلاسه کړی و، د ویزې په غوښتنلیکونو کې د درغلۍ په تور نیولی دی.
د واشنګټن ایالت د لویدیځې حوزې لوی څارنوال د سه شنبې په ورځ [نومبر ۱۰مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې ۳۹ کلن مصطفی امان په شپږو مواردو کې تر تورن کېدو وروسته نیول شوی دی.
لوي څارنوال چارلس نیل فلويډ ویلي چې نیول شوی کس د خپلو ملګرو او د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د مهاجرت ویزو د ترلاسه کولو په موخه د ناسمو معلوماتو په وړاندې کولو تورن شوی دی.
په اعلامیې کې د څارنوال په حواله لیکل شوي چې د ادعا له مخې، مصطفی امان د ۲۰۱۳ کال راهیسې دولتي ادارو ته د جعلي معلوماتو ورکول پیل کړي وو او دا "دسیسه" یې تر ۲۰۲۴ کاله پورې دوام درلود.
څارنوال فلویډ وویل چې " مهاجرت کې درغلۍ یوه جدي ستونزه ده او دا يي یوازې یوه بېلګه ده."
څارنوال زیاته کړه: "دغه کس چې په افغانستان کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه، ادعا کېږي چې له افغانستان دې هېواد [متحده ایالتونو] د نور کسانو د راوستلو لپاره یې د پروسې په هره برخه کې له درغلۍ کار اخیستی دی،"
د واشنګټن ایالت په سیاټل کې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي ای) د ساحوي څانګې مشر مایک هیرینګټن وویل: "امان د خپل مقام او د متحدو ایالتونو د کډوالۍ پروسې په اړه د خپلې ځانګړي پوهې په کارولو سره په خپله ګټه او د خپلې کورنۍ او ملګرو لپاره د سیسټم سره په درغلۍ تورن دی."
په اعلامیې کې راغلي چې تورن کس جعلي سپارښتنلیکونه جوړ کړي او له نورو سره یې د جعلي کاري پېژندپاڼو او سفارش لیکونو په لیکلو کې مرسته کړې ده.
په اعلامیې کې لیکل شوي چې مصطفی امان حتی په خپل غوښتنلیک کې هم درواغ ویلي وو او زیاته کړې وه چې مجرد دی په داسې حال کې چې متاهل و.
په متحدو ایالتونو کې د درغلۍ لپاره د دسیسو د جوړولو سزا څه ناڅه پنځه کاله دي.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وايي تر هغو چې محکمه د تورن کس جرم ثابتوي، اوسمهال لګیدلي تورونه د ادعا په حد کې دي.
د مصطفی امان د نیولو په قضیې باندې د اېف بي ای او د بهرنیو چارو وزارت تحقیقات کوي.