په متحدو ایالتونو کې یوې فدرالي محکمې د طالبانو یو پخوانی قوماندان، حاجي نجیبالله ته د ۴۲ کلونو بند تیرولو سزا ورکړه.. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې نوموړي په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د یوه امریکايي خبریال او دوو افغانانو د یرغمل نیولو په قضیه کې برخه لرله.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، حاجي نجیبالله په ۲۰۲۰ کال کې، وروسته له هغې چې په اوکراین کې ونیول شو، امریکا ته وسپارل شو. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې هغه څنګه او د څه هدف لپاره اوکراین ته تللی و.
د امریکا د عدلیې وزارت د عامه چارو ادارې ویلي، ۵۰ کلن حاجي نجیبالله د افغانستان اوسېدونکی دی او د نجیبالله نعیم، ابو طیب،عتیقالله او نثار احمد محمد په نومونو هم پېژندل کېږي. د چارواکو په وینا، نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د یوه قوماندان په توګه د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو او نورو خونړیو حملو په ملاتړ تورن و.
د امریکا محکمې د سېشنبې په ورځ نوموړي ته سزا واوروله. سیمهییزې قاضۍ کاترین پولک فېلا وویل چې حاجي نجیبالله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۵مه د یرغمل نیولو او هغو ترهګریزو فعالیتونو لپاره د مالي ملاتړ په تور اعتراف کړی و چې د مرګ ژوبلې لامل شوي وو.
قاضۍ فېلا وویل، "هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري، که هر څومره وخت هم تېر شي، تعقیبېږي او عدالت ته سپارل کېږي."
د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلانچ ویلي، "حاجي نجیبالله د طالبانو د قوماندان په توګه د هغو بریدونو ملاتړ کړی چې امریکايي پوځیان پکې وژل شوي، او همدارنګه یې د یوه امریکايي خبریال او افغان ملکي وګړو د یرغمل نیولو په طرحه کې رول درلود."
بلانچ زیاته کړه، " نن هغه ته سزا، د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د عدالت د تامین په موخه ورکړل شوې ده."
د متحده ایالاتو عدلیې وزارت معلوماتو له مخې، حاجي نجیب الله د وردکو په ولایت کې د طالبانو قوماندان و او د هغه تر قوماندې لاندې وسله والو په همدې سیمې کې د ناټو او امریکا په ځواکونو بریدونه کول.