په تاجیکستان کې امنیتي مقاماتو ویلي دي چې له افغانستان سره یې په سرحد کې هغه څلور وسله وال وژلي دي چې غوښتل یې تاجیکستان ته واوړي.
نړیوالو رسنیو نن دوشنبه جنوري ۱۹مه د تاجیکستان د ملي امنیت د کمېټې د یوې اعلامیې به اساس لیکلي دي چې د هغه هېواد سرحدي ځواکونو دا وسله وال د افغانستان د بدخشان ولایت سره نژدې په یو کلي کې په نښه کړي.
مقامات وايي چې وسله وال د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ته تسلیم نه شول او جګړه یې پيل کړه چې په پایله کې ووژل شول.
د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي دي چې وژل شوي څلور وسله وال د «یوې ترهګرې دلې غړي» وو، خو نور جزییات یې نه دي ورکړې.
د افغانستان د طلوع خبري شبکې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي دي چې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د نشه يي توکو د قاچاقو یوې ډلې تاجیکستان ته د نشه يي توکو د انتقال هڅه کوله چې د هغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره مخامخ او جګړه پیل شوه.
مجاهد ویلي دي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او افغانستان اجازه نه ورکوي چې سرحدي سیمي نا امنه شي.
تر دې مخکې د تېرکال د نومبر په میاشت کې له افغانستان سره سرحد ته نژدې په تاجیکستان کې په دوو جلا بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.
هغه وخت د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمانوف د مطبوعاتو دفتر په حواله لیکلي دي چې هغه د خپلو امنیتي څانګو له مشرانو سره په ملاقات کې ویلي وو چې په روان وضعیت او له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د امنیت د لا ښه کېدو په لارو چارو غږېږي.