له افغانستان سره سرحد ته نژدې په تاجیکستان کې په تېرې یوې اونۍ کې په دوو جلا بریدونو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د راپورونو په اساس، تازه برید د یکشنبې په ورځ نومبر ۳۰ د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ سرحد کې شوی چې دوه چینایان په کې وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د چین دولتي اژانس، په تاجیکستان کې د خپل سفارت د یوې اعلامیې په اساس ویلي دي، چې له افغانستان سره په سرحد کې د تاجیکستان د بدخشان په سیمې کې په دغو بریدونو کې څو چینایان وژل شوي، خو دقیق ارقام یې نه دي ښودلي. د جمعې په ورځ په تاجیکستان کې د چین سفارت ویلي وو چې له افغانستان سره سرحد کې د تاجیکستان د شمسالدین شاهین ولایت د ختلان په سیمې کې په یو برید کې درې چینایي اتباع وژل شوي وو. چین له خپلو اتباعو غوښتي چې د تاجیکستان او افغانستان ترمنځ له سرحدي سیمو څخه ووځي.
په همدې حال کې رسنیو د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمانوف د مطبوعاتو دفتر په حواله لیکلي دي چې هغه د خپلو امنیتي څانګو له مشرانو سره لیدلي چې په روان وضعیت او له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د امنیت د لا ښه کېدو په لارو چارو وغږېږي.
په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د تاجیکستان ولسمشر د «افغان اتباعو دا ناقانونه او پاروونکي اعمال غندلي او لارښوونه یې کړې چې د ستونزو د حل او د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره دې اغیزناک اقدامات» وشي.
تاجیکستان، چې ۱۱ میلیون نفوس لري، له افغانستان سره سرحد لري. تر دې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې په سرحد کې د نشه يي توکو قاچاق کېږي، چې وخت ناوخت د سرحدي ځواکونو او قاچاق کوونکو ترمنځ نښتې کېږي او مرګ ژوبله اوړي. همدغه راز دغلته د داعش او نورو اورپکو ډلو په موجودیت هم اندېښنه ښودل شوې ده.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه ویلي چې دا برید د افغانستان له خاورې شوی او «قربانیان یې د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس الدین شاهین په سیمه کې د کانونو د استخراج د یوې کمپنۍ کارمندان» وو او په «برید کې یو لاسي بم په ډرون کې لیږدول» شوی و.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه وغندله او ویې ویل: «په دې پېښه کې داسې کړۍ ښکېلې دي چې هڅه کوي د سیمې د هېوادونو ترمنځ ګډوډي، بې ثباتي او بې باوري رامنځته کړي.»
فورم \ دبحث خونه