د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۲۵) پر یوې کیښتۍ د هوایي برید خبر ورکړ او ویې ویل دا کښتۍ چې پکې د نشه یي توکو څلور ترهګر قاچاق وړونکي وژل شوي د هغو سازمانونو له خوا کارول کیده چې د ترهګرو په توګه تعین شوي دي.
د متحدو ایالتونو د سهیلي قومندانۍ (سوتکام) په بیان کې راغلي:" استخباراتو تایید کړه چې کښتۍ په کارابین کې په هغه لار چې د نشه یی توکو د لیږد د مسیر ګڼل کیږي نشه یي مواد لیږدوي. "
سهیلي قومندانۍ ویلي دي چې امریکایي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
دا په روانه میاشت کې د سهیلي قومندانۍ د "جنوبي نیزې د عملیاتو" دریم برید دی. پوځ د مارچ په اتمه وویل چې د نشه یي توکو پر یوې لیږدونکې کښتۍ په برید کې د نشه یي توکو شپږ قاچاق وړنکي ترهګر وژل شوي دي.
وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت متحدو ایالتونو ته د نشه یي توکو د راتګ د مخنیوي پریکړه وکړه، د امریکا پوځ په لسګونه دا ډول بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې حد اقل ۱۶۰ شکمن قاچاق وړونکي وژل شوي دي.
وروستي عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي چې د غربي نیمه کرې د امنیتي ائتلاف (امریکایانو سپر) لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړې استازې کریستي نوم ګیانا ته سفر وکړ.
ګیانا یو له هغو ۱۷ هېوادونو څخه دی چې د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې یې د وژونکي پوځي ځواک کارولو ژمنه کړې ده.
په ګیانا کې د متحدو ایالتونو د سفارت په وینا، میرمن نوم او د ګیانا ولسمشر عرفان علي د کارټلونو او نړیوالو مجرمینو د فعالیتونو د مختل کولو او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو په اړه بحث وکړ.
په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو ساحلي ګارډ او د اکوادور سمندري ځواکونو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ یې د اکوادور د جنوبي برخې په نړیوالو اوبو کې د مشترکو عملیاتو پرمهال ۵۹۲ کیلوګرامه کوکایین ضبط کړي دي.
د ایکوادور سمندري ځواکونه وایي د امریکا ساحلي ګارډ یوه بیړۍ ودروله او په نړیوالو اوبو کې یې غیر قانوني مواد ورڅخه ضبط کړل.
د ایکوادور سمندري ځواکونو زیاته کړې چې لس تنه اتباع یې نیول شوي دي.
متحدو ایالتونو او ایکوادور د روانې میاشتې په پیل کې د دغه هیواد د نشه یي توکو د قاچاق د ډلو (کارتلونو) په وړاندې چې فعالیتونه یې ترهګریز اعمال بلل شوي، مشترک پوځي علمیات وکړل. امریکا وایي دغه ډلې په غربي نیمه کره کې تاوتریخوالی او فساد خپروي.
دا لومړی ځل دی چې د متحدو ایالتونو پوځ په جنوبي امریکا کې د نشه یي توکو د کارتلونو په وړاندې ځمکني عملیات ترسره کوي او دا د ولسمشر ټرمپ په حکومت ک د نشه یي توکو د قاچاق په وړاندې یوه نوې جبهه ګڼل کیږي.