په جیبوتي کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي خپل هېواد ته انتقالېږي

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې د افریقا د جیبوتي په هېواد کې خپل څلور یرغمل شوي اتباع یې له سمندري غلو له بند څخه خلاص کړي او ژر به پاکستان ته ولیږدول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اسحاق ډار د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲) په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې هغه څلور پاکستانيان چې د سومالیا په ساحل کې د تیلو د یوې کښتۍ سره نیول شوي وو، په خوندي توګه خوشې شوي دي.

ښاغلي ډار د سمندري غلو په لاس وژل شویو دریو پاکستاني اتباعو د جسدونو د انتقال په اړه هم ویلي دي چې ډیر ژر به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

هغه لیکلي دي چې د دغو پاکستانیانو په خوشې کېدو کې په هغه هېواد کې د پاکستان سفارت هلې ځلې کړې دي.

ښاغلي ډار نه دي ویلي چې د دغو کسانو په خلاصون کې له یرغمل کوونکو سره کومه معامله هم شوې ده که نه، خو راپورونه وایي چې په افریقا کې یرغمل کوونکي تر ډېره د پېسو لپاره خلک تښتوي او یرغمل کوي.

د پاکستاني رسنیو په وینا دا پاکستانیان د تیلو د هغې کښتۍ د عملې غړي وو چې چې د اپریل په میاشت کې د سومالیې ساحل ته نږدې سمندري غلو برمته کړه او د خلاصون د عملیاتو نه مخکې یې پنځه ماڼوګان او عمله ووژل شول. په وژل شویو کې یې درې پاکستانیان، یو هندی او یو د میانمار وګړي وو.

د سومالیې د اطلاعاتو وزارت وايي چې د بیړۍ د خلاصون په عملیاتو کې ۱۶ سمندري غله نیول شوي دي.