وسله والو په کونړ کې څلور ښوونځي ویجاړ کړي

په کونړ کې په سوزول شویو څلورو ښوونځیو کې په یو کې زده کوونکو په خیمو کې زده کړې کولي

د کونړ په ولایت کې چارواکي وایي چې تیره شپه وسله والو د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ کې په یو وخت دوه ښوونځي په میانونو الوزولي او دوه نورو ته یې اور اچولی دی.

د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ کې څلور ښوونځي وسله والو سوځولي او په ماینونو الوزولي دي.

د کونړ د پوهنې ریاست مرستیال عبد القهار اخونزاده امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه دولس بجې د ماڼوګي ولسوالۍ په ریچلام سیمه کې د هلکانو یوې لېسې او د انجونو منځني ښوونځیو ته وسله والو ماینونه ایښي او چاودنې یې ور کړي دي.

هغه وایي تخریب شوی خو د ‌‌‌‌‌‌ډېر معلوماتو د راټولولو لپاره یې سیمې ته پلاوی لېږلی دی.

ښاغلی اخوندزاده وایي د همدې ولسوالۍ د قندهارو منځني ښوونځي ودانۍ ته هم وسله والو اور ورته کړی او و‌‌‌‌‌‌ډیګرام سیمه کې یې هم د یو منځني ښوونځي خیمې سوځولي دي.

تر اوسه ددغې پېښې پړه چا نه ده منلې،خو دا په افغانستان کې په یوځلي د څلورو ښوونځیو د سوځولو یوه کمسارې پېښه ګڼل کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې په تیرو پنځلس کلونو کې د ناامینو له امله ل اتو سوو زیات ښووڼځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.