پنجشیر کې د واوارې ښوېیدنې پیښه کې څلور کسان مړه شوي

افغانستان کې یو شمیر ولایتونو کې د حوت د میاشتې له پیل راهیسې واورې او بارانونه شوي چې له امله یې لږترلږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.(عکس ارشیف).

په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت د درې په ولسوالۍ کې د واوارې د ښوېیدلو له امله په یوه پوسته کې د طالبانو څلور ساتوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یوې سیمه ییزې سرچینې د معلوماتو له مخې چې د امنیتي اندیښنو له امله نه غواړي په راپور کې يې نوم واخیستل شي، دا پیښه د جمعې د ورځې فبرورۍ ۲۸ ( کب لسم) د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ د کرامان د درې اړوند د "سرپر" سیمه کې هغه مهال رامنخې ته شوې چې د طالبانو امنیتي ساتوونکي په خپله پوسته کې د استراحت په حال کې وو.

ددغې سرچینې د معلوماتو پراساس دا پوسته د کرامان درې په وروستۍ سیمه کې موقعیت لره.

همداشان ځینو کسانو ویلي چې ددې پیښې سمدستي د طالبانو امنیتي ساتوونکي سیمې ته ورغلي او د واورو څخه یې د پیښې د قربانیانو جسدونه او ټپیان ایستلي دي. دغو سرچینو ویلي چې په دې پوسته کې تر لسو پورې طالبان دیره وو، چې د واورې د ښوېیدولو په پیښه کې یې اتو تنو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د سیمې د اوسیدونکو د معلوماتو پراساس د طالبانو دغه وسله وال ټول د نورو ولایتونو اوسیدونکي وو چې د څه مودې راهیسې په دغه سیمه کې ځای پرځای شوي وو. طالبانو تراوسه ددې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د درې ولسوالۍ د اوسیدونکو د معلوماتو پر اساس په دې وروستیو ورځو کې ددغې ولسوالۍ د کرامان په دره او عبدالله خیل سیمه کې د واورو د ښوېیدو څو پیښې شوي دي چې له امله یې د ولسوالۍ د مرکز او څو کلیو ترمنځ لارې هم بندې شوي دي.

ددې دمخه په راپورونو کې ویل شوي وو چې طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د پنجشیر ولایت په ټولو ولسوالیو کې سلګونه امنیتي پوستې جوړکړي، چې اکثره یې د غرونو په لمنو کې جوړې کړي دي.

په افغانستان کې په یو شمیر ولایتونو کې د حوت د روانې میاشتې له پیل راهیسې واورې او بارانونه شوي چې له امله یې د طالبانو د حکومت د د پیښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې لږترلږه ۳۶ کسان مړه شوي او تر ۴۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د پیښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او ویاند عبدالله جان سایق، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶ ( کب اتمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغې ادارې پر پاڼه په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې واوره او بارانونه شوي چې په ځینو ولایتونو کې یې خلکو ته د سر او مال زیانونه هم اړولي دي.

هغه ویلي: "زمونږ د ولایتي ریاستونو د لومړنیو شمیرو له مخې په ټول هیواد کې د طبیعي پیښو له امله بدبختانه نږدې ۳۶ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۰ کسان ټپیان شوي." هغه ویلي چې ددې پیښو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۸( کب لسم) په یو راپور کې ویلي چې د فبرورۍ په ۲۶( کب اتم) په یو شمیر ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو له امله ۲۲ تنه مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي چې سیلابونو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي او د اوسیدانې یو شمیر کورونه او د کرهڼیزې ځمکې یې ویجاړې کړي دي.