فرانسې ایران تورن کړی چې د تېرې میاشتې په انټرنټي بریدونو کې دخېل و، په دغو سایبري بریدونو کې په فرانسې کې مارکیټونه او د مارکیټونو یخچالونه زیانمن شوي وو.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروت په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې د ایران د انقلابي ګارد له قول اردو سره یوې تړلې څانګې دا بریدونه کړي دي.
هغه وویل: «فرانسه په خپل قلمرو کې د فرانسې د ګټو په ضد د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري نه منونکي سایبري بریدونو په سختو ټکو غندي.»
د دغو بریدونو له کبله یخچالونو کې هوا ګرمه شوې وه او د فرانسوي چارواکو په وینا شاوخوا ۷۰۰ کاروبارونه په کې زیانمن شوي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیانونه اوښتي او مالونه ګنده شوي وو.
فرانسه وايي چې په پاریس کې یې د ایران سفیر احضار کړی او دا حق لري چې د دغو سایبري بریدونو په ضد نور اقدامات وکړي.
تر دې دمه ایران په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
باروت زیاته کړه چې دا د فرانسې «د خلکو په ملي ګټو او امنیت باندې» لوی بریدونه وو. نوموړي ویلي دي: «موږ به د اروپا په کچه په ټولو هغو خلکو باندې بندیزونه ولګوو، چې د دغه بریدونو مسولیت لري. او موږ به د دغو بریدونو په ځواب کې هر مناسب او خصوصي اقدام، چې ضرور وي، وکړو او هغه کسان ومومو چې د دا ډول بریدونو بیا ترسره کول غواوي.»