د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وايي چې فرانسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم د داسې کوم کار نیت لري.
نوموړي د ماري کلیر په نوم یو فکري مرکز کې، د برابرۍ په اړه اقدام په نوم یوې غونډې کې دا څرګندونې کړې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په ویبسایټ کې د ژان نویل له خولې ویل شوي دي چې فرانسه په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ته ژمنه ده او په دې اړه د طالبانو ځپونکې پالیسي نه مني.
هغه وویل: «ما دا خبره واضحه کړې ده. په خلاصو غوږونو یې واورئ، فرانسه طالبان نه پېژني او نه یې د [پېژندلو] نیت لري. موږ به د هغوی ځپونکې پالیسي او له صحنې څخه د ښځو سیستماتیک اېستل ونه منو. د هغوی وروستي پاتې نظر زموږ نظر نه دی.»
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واکمن شول او له هغه وروسته یې د ښځو په کار او له شپږم ټولګي ورپورته په تعلیم، سیاسي او نورو مشارکتونو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
نړیوالې ټولنې د هغوی دا تګلارې غندلې او د بندولو او ختمولو غوښتنه یې کړې ده، خو طالبان ادعا لري چې د افغان فرهنګ او شریعت په اساس افغان ښځو ته حقوق ورکوي.