د جي۷ سرمشریزې پای؛ د اوکراین ملاتړ او نړیوالې ننګونې

د جي اووه سرمشریزه په فرانسه کې پای ته رسېدلې او د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د اوکراین د جګړې، د ایران د اټومي پروګرام، نړیوال امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه مهمې پرېکړې او ګډ دریځونه اعلان کړي دي.

د جي اووه مشرانو د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې د اوکراین لپاره خپل ټینګ ملاتړ بیا تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د روسیې د روانو بریدونو پر وړاندې به د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د جي اووه غړي هېوادونه د اوکراین د ازادۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې خپل "نه ماتېدونکی ملاتړ" ته دوام ورکوي. همدارنګه مشرانو د روسیې پر اقتصاد د لا زیات فشار راوستلو لپاره د نویو بندیزونو ملاتړ هم اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپلو لویدیځو متحدانو غوښتي چې د روسیې د ډرون او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره د هوايي دفاع نور سیستمونه برابر کړي. زیلینسکي د جي اووه د ملاتړ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نړیوال یووالی د روسیې وړتیا کموي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

د اوکراین ترڅنګ، د جي اووه مشرانو د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د عملي کېدو ملاتړ هم څرګند کړ. په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی چې ایران باید اټومي وسله ترلاسه نه کړي او په منځني ختیځ کې د تهران د فعالیتونو په اړه اندېښنې هم مطرح شوې دي.

مشرانو همدارنګه ویلي چې د فرانسې او بریتانیا په مشرۍ یو نړیوال نوښت کولی شي د هرمز تنګي د خوندي پرانیستل کېدو او د نړیوالو سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بیا عادي کېدو لپاره مهم رول ولوبوي.

د اعلامیې په بله برخه کې د هند ـ ارام سمندر سیمې د امنیت په اړه هم ټینګار شوی او ویل شوي چې د ختیځ او جنوبي چین په سمندرونو کې د وضعیت د بدلون لپاره د زور او فشار هر ډول یو اړخیز اقدام د منلو وړ نه دی.

ولسمشر ټرمپ ددې سرمشریزې په څنډه کې د هند د لمړي وزیر نریندرا مودي سره یې وکتل او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل. ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د امریکا او هند پر نږدې اړیکو، سوداګریزو همکاریو او د منځني ختیځ د سولې پر هڅو خبرې وکړې. مودي د سیمې د سولې لپاره د ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه او د هرمز تنګي د پرانیستې او د سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا او هند ترمنځ د سوداګرۍ هوکړه نږدې شوې او دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخوي. هغه همداراز وویل چې له ولسمشر زیلینسکي او ولسمشر پوتین سره یې ښې خبرې کړې دي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي. د روسیې پر ضد د احتمالي نویو بندیزونو په اړه یې وویل چې دا موضوع لا هم تر ارزونې لاندې ده.

ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران له احتمالي هوکړې څخه رامنځته شوی مثبت خوځښت د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هم کارول کېدای شي وویل چې مخکې یې اته جګړې پای ته رسولې دي او فکر یې کاوه چې د اوکراین جګړه به هم د حل له اسانه مواردو څخه وي، خو د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات او بې باوري د سولې هڅې لا ډېرې پېچلې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې له دواړو مشرانو سره خپلې خبرې دوامداره ساتي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي.

د امریکا او نورو لویدیځو متحدانو دریځ ، او دا چې واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د خبرو د پرمخ وړلو لپاره کوم رول لوبولای شي شنونکي وایي، واشنګټن لا هم د اوکراین د جګړې په معادله کې تر ټولو اغېزناک لوبغاړی دی. د هغوی په باور، متحده ایالات له یوې خوا د پوځي او مالي ملاتړ له لارې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي او له بلې خوا د ډیپلوماټیکو اړیکو او اقتصادي فشارونو له لارې هڅه کوي د سولې د احتمالي خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د کارپوهانو په وینا، د جګړې پای یوازې د لویدیځ له فشارونو سره نه تړل کېږي، بلکې د مسکو او کیف سیاسي محاسبې، د جګړې د ډګر وضعیت او د دواړو لورو د امتیاز ورکولو چمتووالی به هم د سولې د هرې احتمالي پروسې په بریالیتوب کې مهم رول ولوبوي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا متحده ایالات او د جي۷ نور غړي هېوادونه کولای شي د اوکراین د ملاتړ او پر روسیې د فشارونو تر څنګ، د دواړو خواوو ترمنځ د عملي خبرو اترو لپاره هم زمینه برابره کړي؟ پدې ریپوت کې دې پوښتنې ځواب ته کارپوهانو خپل نظریات شریکې کړي دي.